د سالنګ لویه لار د ټرافیکو لپاره وتړل شوه

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویه لار د واورې، سخت توپان له امله چې د دید کچه یې کمه کړې وه، د ځاني تلفاتو او زیانونو د مخنیوي لپاره د ټرافیکو لپاره وتړل شوه.

نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه لویه لار تېره شپه ۸ بجې د ټرافیکو لپاره تړل شوې ده.
د نوموړي په وینا، پر دغې لویې لارې اېسار پاتې ټول موټرونه د سالنګونو د حفظ او مراقبت د پرسونل له‌خوا را اېستل شوي دي.
‏دغه وزارت همدارنګه له خلکو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا دې پر دغې لاره له تګ راتګه ډډه وکړي.
‏دغه لار داسې مهال تړل کېږي، چې همدا تېره ورځ افغانستان انټرنسنل ته د خلکو له‌خوا په رالېږل شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې په شمالي سالنګ کې د یوه غره ډبرې راغورځېږي.
هغه مساپر چې دغه ویډیو یې رالېږلې وه وايي، چې د ډبرو راپرېوتل د مساپرو لپاره ډېره خطرناکه بلل کېدای شي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ