په هر عصر او زمان کې نوې اصطلاحات رامنځته کیږي او هغه اصطلاحات بیا د متل او وجیزې په توګه په ولسونو کې عام کیږي.

همدا وجیزې په ورځینیو خبرو کې د استدلال راوړلو لپاره قوي دلیل هم ترې جوړېدې شي لکه؛ خیالي مدرسې، خیالي ملایان، خیالي مکاتب، خیالي پولیس، خیالي جنرالان، خیالي ښوونکي او داسې نور.

په دې شپو او ورځو کې د خیالي سیاسیونو بازار هم ګرم دی.

أفغانستان د معجزو وطن دی او ان د طالبانو د مشرتابه په هکله هم ضد او نقیض روایتونه شتون لري.

ایا دا هماغه پخوانی ملا هبت الله دی چې د کچلاغ له ځانمرګي برید څخه بچ شوی او که کوم بل کس د هغه په نوم شتون لري؟

څومره چې موجوده ملا هبت الله د خلکو له انظار څخه پټیږي په همغومره اندازه د خلکو په منځ کې د هغه د هویت په هکله شک او شبه هم زیاتیږي.

په هر حال که هماغه دی او که نوی؛ خو د افغانستان په خلکو حاکم دی.

همدې ته اروایي یا خیالي سیاست وايي، چې مشر څوک نه ګوري او نه یې پېژني؛ خو د حاجي پیر سید کرم شاه غوندې په پل خشتي جومات کې امامت کوي.

له دې سره د جمهوریت د وخت یوه کیسه رایاده شوه.

له حکومته یو چا غوښتنه درلوده، چې د سیمه ییزو ادارو د لوی ریاست عمومي رئيس مقرر شي.

د حکومت ځینو لوړ پوړو چارواکو ورته ویلي و، چې دا دنده په تا درنه ده او سرته یې نشې رسولی.

هغه کس ورته ویلې و، چې دا لس میاشتې کیږي چې دغه اداره ریيس نه لري خو بیا هم چلیږي.

اوس چې بې له ريیسه چلیږي، که دی مقرر شی نو یو څه خو به یې ښه وچلوي.

که د طالبانو مشر نامعلومه هم دی، خو د طالبانو حاکمیت چلیږي او دا چې ښه چلیږي او که خراب، هغه جلا خبره ده.

دلته یو څو نورو ارقامو او د خاطرو یادونه کوم.

په ۱۹۹۳زکال کې په پېښور کې د غیر دولتي موسسو د همغږۍ دفتر ACBAR کې مې د خپلې ولسوالۍ خاص کونړ په هکله ارقام یا دیټا کتله؛ لیکل شوي وو، چې په خاص کونړ کې ۲۱ لوی کلي موجود دي، خو په بل ځای کې یې لیکلي وو، چې په خاص کونړ کې ۲۸ ښوونځي د موسساتو لخوا تمویل کیږي.

دا په دې معنا چې د کلیو له شمېر څخه هم اوه ښوونځي زیات و، حال دا چې په هغه وخت کې یوازې درې ښوونځي په خاص کونړ کې و چې هغه هم ما په شخصي توګه تمویلول او د موسساتو په نوملړ کې نه و.

په همدغه راپور کې لیکلي و، چې د خاص کونړ د شالۍ او ولۍ په سیمو کې موسساتو ۲۸ کیلومتره ویالې ترمیم او جوړې کړې دي.

هغه دوستان چې د خاص کونړ له جغرافیې سره بلد دي، د شالۍ او ولۍ په کلیو کې ویالې نشته او غرنۍ سیمه ده.

له دې سره، د خاص کونړ ولسوالۍ طول له ۱۲ کیلومترو څخه زیات نه دی او عرض به یې هم درې یا څلور کیلومتره وي.

د دې شمېرو په اساس مې د هغه وخت د نبراسکا د موسسې له مشر څخه پوښتنه وکړه، چې تاسو هم وایی په افغانستان کې د دېرشو زرو ښوونځيو ملاتړ کوي، خو که دا شمېرې داسې وي نو فکر نه کوم چې دېرش زره ښوونکي دې هم په افغانستان کې وي.

هغه راته وویل؛ دوی هم پوهیږي چې دا ښوونځي او ښوونکي نه شته، خو که دوی دیرش زره کسانو ته تنخوا ورکړي، په حقیقت کې دوی دیرش زره مجاهدین او په هغوی پورې تړلي کسان به په افغانستان کې تمویل کړي وي، چې جګړه وکړي.

لکه چې اوس پوځي مدرسې او د مدرسو نصاب د جګړو د پیاوړي کولو او افراطیت د خپرولو لپاره استعمالیږي، هغه وخت هم ښوونځي او د ښوونځيو نصاب د افراطیت د ترویج او د جګړو لپار استعمالېدل.

د ثور له کودتا راپدېخوا همداسې خیالي اعداد او ارقام د هغه وخت د حکومتونو لخوا هم خپریدل.

کله به چې يه کومه سیمه کې جګړه وشوه، نو د کابل راډیو به اعلان وکړ چې په هغه سیمه کې د حکومت په ملاتړ مارش وشو.

په امنیتي او جنایي پېښو کې هم دا ډول خیالي ارقام زیات و او یا به یې پېښې د یو او بل د کنترول په ساحه تاوانولې.

چېرته به چې بمبارد وشو، ویل به یې لسګونه اشرار ووژل شول او که مجاهدینو به ډز وکړ، نو ویل به یې چې په لسګونو عسکر، توپونه او ټانګونه له منځه ولاړل.

خبریالانو ته د شمېرو تایید او ثقه کول سخت و، نو سمدستي به مو شمېرې لکه د مجاهدینو د وخت د افغانیو په څېر درې صفره سمدستي کمول او بیا به مو د کمو شمېرو راپور ورکاوه او یا به مو شمېرې په بشپړه توګه حذف کړې.

که د تېرو څلورو لسیزو د راپورونو شمېرې سره پرتله کړو، نو دا مجاهدین ملت باید ټول اوس ژوندي نه وای، ځکه مړه او وژل شوي و.

کله چې د کورنیو چارو په وزارت کې وم، د حوزې یو امر راته کیسه وکړه چې د ډاکتر نجیب الله په وخت کې د کابل په څلورمه حوزه کې مړی شوی و، نو د حوزې امر بیا هغه مړی د دویمې حوزې ساحه کې اچولی و.

د دویمې حوزې امر چې مړی لیدلې و، هغه یې بېرته د څلورمې حوزې په ساحه کې اچولی و.‌

په دې توګه دا مړی دوه درې ځلې له یوې حوزې څخه بلې حوزې ته وړل شوی و، ځکه هغوی نه غوښتل چې د جنایي پېښو راپور په خپلو حوزو کې ثبت کړي.

له دې ټولو سره سره د کوپونونو په جوړولو کې خو درواغ ویل روا و.

د جمهوریت په وخت کې هم ډېری هماغه پخوانيو لوبغاړو چې موسسات درلودل او یا یې په تنظیمونو کې کار کړی و او یا په پخوانیو رژیمونو کې یې وخت تېر کړې و، د تېرو تجربو په درلودو سره یې هماغه پخوانۍ لوبې کولې او له ځانه به یې شمېرې لیکلې او راپور یې ورکاوه.

دا پورته یو څو مثالونه مې د خیالي شمېرو په هکله د مشت نمونه خروار په توګه یادونه وکړه.

په افغانستان کې د شمېرو تحریف په تېرو څو لسیزو کې عامه مسله وه، ان نړۍوالې شمېرې هم د اعتبار وړ نه وې.

د شمېرو په میتودلوژۍ کې ډېر فکټورونه په نظر کې نیول کیږي او دا یو لوی علم دی، ځکه په اوسني معلوماتي نړۍ کې هر ملک چې معلوماتو ته زیات لاسرسی لري، هغه ملک د زیات قدرت خاوند هم دی.

راځو اصلي خبرې ته؛

د اکثرو افغانانو لویه ستونزه دا ده، چې هرې مسلې ته د ګټو او پروژې په سترګه ګوري.

اکثره افغانان هم ټانټې ماتوي او هم کړوپ کړوپ مزل کوي، ټانټې ماتول او کړوپ کړوپ مزل نه کیږي.

اکثره په سیاست کې پټ پټونې کوي، پټ پټونې په دې خاطر کوي که هر څه سم شول، نو دی قهرمان دی او که خراب شول نو بیا دی یې مسول نه دی.

د اکثرو افغانانو لویه ستونزه دا ده، چې هم یې ګرمي کیږي او هم یخني.

ټول سیاست کوي، خو په ټیم ورک عقیده نه لري.

افغانان په ګوندي سیاست باور نه لري،‌ خو انفرادي سیاست هم پایښت نه لري.

له نورو څخه د باور تعهد اخلي، خو په خپل ځان باور نه لري.

نورو ته وایي چې متحد شئ، خو خپله له هیچا سره په لاره تللی نشي.

د غلطې محاسبې په اساس، غیر معقول رېسک مني خو معقول رېسک یا خطر اخېستو ته یې ملا ماته وي.

کله چې مونږ د جمهوري غوښتونکو خوځښت کار پیلولو، ډېرو دوستانو به راته ویل، چې مونږ ستاسي د فکر او نظرتایید کوو، له تاسو سره یو خو نومونه مو مه اخلئ.

زما ځواب دې دوستانو ته دا و، چې هر څه خیالي کیږي خو سیاست په خیالي توګه نشي کیدلی.

دلته راته یوه بله کیسه رایاد شوه.

په پېښور کې به اکثرو د هر تنظیم کارت اخیستی و.

یوه ورځ یو کس کوم تنظیم ته ننوت، نو امنیتي کس ورته ویلي و چې کارت دې راوښایه.

هغه ورته له جېب څخه د ټولو تنظیمونو کارتونه را اېستلي و چې زه خو یې نه پيژنم، هر یو یې چې ستا د تنظيم کارت وي، هغه ومنه چې حویلې ته ننوځم.

اوس هم ډېرو د هرې سیاسي ډلې کارتونه اخیتي او فکر کوي چې هر یو که پرمختګ وکړ، بیا به له هغې ډلې سره وي.

دلته هم د اپرچونیستي څخه کار اخېستل اخستل کیږي.

هر یو کس د یو سیاسي جریان مشر ځان بولي او ادعا کوي، چې په لسګونو نور جریانونه ورسره دي، خو بیا لس کسه هم په یوه لاره ورسره نه وي.

دوی فکرکوي، چې که زیات نومونه واخیستل شي نو زیات راشن به ورته ورکړل شي.

دې ورځو کې د خبري اژانسونو، رسنیو، حقوق بشر مدافعانو او نورو نومونه او نهادونه هم زیات یادیږي او هر یو د پروژې اخیستو په تمه وي، نه یې د دفتر مشر معلوم دی نه یې ځای او نه یې هویت، خو په مستعارو نومونو یې خبري اژانسونه جوړ کړي دي.

له بده مرغه د تېرو څو لسیزو د ناخوالو له امله د خیالي سیاست، خیالي فعالیت او د خیالي فکرونو فرهنګ د افغانانو په خټه کې اېښودل شوی دی.

فرهنګي بدلون اسانه کار نه دی، فرهنګي بدلون بیا فرهنګي بستر او تعهد ته اړتیا لري، چې تر اوسه د افغانانو په منځ کې نشته او یوازې جنګي او پروژوي فرهنګ د افغانان په منځ کې حاکم دی.

جنګي او پروژوي فرهنګ هیڅکله د دې ظرفیت نه لري، چې ابادي او سوکالي رامنځته کړي ځکه د جنګي ډلو موخه جنګ کول او ورانول دي.

جنګې ډلې نشي کولی چې حکومتولي ښه کړي، ځکه جنګ ورته اسانه او حکومت کول ورته ستونزمن دی.

همدا شان پروژوي حرکتونه پایښت نه لري او نشي کولی چې فکري بدلون رامنځته کړي، ځکه د دوی هدف فکري بدلون نه دی بلکې د پروژو اخیستل او د فساد له لارې ځان پړسول دي.

زما په اند هغوی چې د سیاسي او یا فرهنګي حرکتونو ادعا کوي، باید د خیالي او اروایي فکرونو څخه راووځي او سره متحد شي، تر څو په شریکه فکري او سیاسي کار وکړي.

فکري او سیاسي کار په انفرادي شکل نه کیږي.

فرهنګي او سیاسي بدلون که ناممکن نه وي، نو اسانه هم نه دی.

فرهنګي او سیاسي‌ بدلون د یوې ورځې، یوې میاشتې او یو کال مبارزه نه ده. څوک که د فرهنګي او سیاسي مبارزې تکل لري، نو دا د ژوند تر پایه مبارزه ده او باید دې مبارزې ته ملا وتړي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو