د پاکستان د مخکني موقت حکومت د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو پخوانی وزیر جان اڅکزی د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ وروستیو نښتو ته په اشارې وايي، «که د پاکستان پوځ وغواړي په څلورو ساعتو کې کابل نیولی شي.»
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، امريکا په هره بیه غواړي افغانستان کمزورى کړي او د کمزوري کولو لپاره یې له پاکستان څخه بل غوره هېواد نه شته.
په تورخم کې د طالبانو کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وايي، چې د تورخم دروازه به د راتلونکو درېیو ورځو (جمعه، شنبه او یکشنبه) د مسافرو پر مخ تړلې وي؛ خو د بار وړونکې لارۍ تګ راتګ کولی شي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د کندهار د سپین بولدک له لارې نږدې سل کورنۍ په جبري توګه له پاکستانه راستنې کړل شوې. دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د شنبې په ورځ د (غوايي ۲۹مه) نېټه ۵۴۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د قرغزستان په پلازمینه بشکيک کې د پاکستاني زده کوونکو پر وضعیت ژوره انديښنه څرګنده کړې او هغوی سره یې د بیړنۍ مرستې لارښونه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د قرغزستان سفارت شارژدافیر احضار کړ. پاکستان دغه غبرګون په قرغزستان کې د پاکستانیانو په ګډون د نورو هېوادونو له زدهکړیالانو سره د تاوتریخوالي پېښو په اړه ښودلی دی.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د (غویي په ۲۷مه او ۲۸مه) ۹۵۴ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شول.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ( د غویي ۲۸مه) ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د ۲ زره او ۷۵ «ترهګریزو» بریدونو په پایله کې د ۴۰۰سرتېرو په ګډون یو زرو او ۲۱۵ کسان وژل شوي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان وایي، پاکستان د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۱۷مه په دغه هېواد کې پر اېکس (پخواني ټویټر) بندیز ولګاوه چې نن یې درې میاشتې پوره شوې.
سیمهییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دغه ښوونځی د سویلي وزیرستان واڼه په سرګي کوټ سیمه کې بازار ته څېرمه د جوړېدو په حال کې و چې تېره شپه وسلهوالو په بمونو الوځولی او بنسټونه یې ورنړولي دي.
د خيبر پښتونخوا په دېره اسماعيل خان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي نذیر افغاني پر کور د نامعلومو وسلهوالو په بريد کې څلور کسان ټپيان شوي دي. د دېره اسماعیل خان ځایي پولیسو د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې نذیر افغاني له خپل ورور او وراره سره په دغه برید کې بچ شوي دي.
افغانستان انټرنشنل ته سرچینې وايي، چې تېره ورځ د پاکستاني او افغان پلاوي ترمنځ د «خرلاچي» لارې د خلاصون په اړه خبرې بې پایلې پایته ورسېدې. دغه سرچینه وایي، همدا تېره ورځ هم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ په سیمه کې ډزې شوې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې نن یې د فتح دوه په نوم توغندی چې ۴۰۰ کیلومتره لرې واټن ویشتلی شي په «بریالیتوب» سره و ازمویه.