د اروپايي ټولنې لسګونه کارکوونکي په بروکسل کې د غزې د جګړو په اعتراض سره راټول شوي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د اروپايي ټولنې د بنسټونو څه باندې ۱۰۰ کارکوونکي د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون مخې ته سره راټول شوي او په غزه کې یې د جګړو پر ضد لاریون وکړ.

معترضینو په غزه کې د جګړو د پای ته رسېدو په برخه کې د اروپايي ټولنې د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه.

معترضینو په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون د مرکزي دفتر مخې ته په نمایشي توګه د تدفین د مراسمو په ترسره کولو سره یې پر جسدونو نړۍوال حقوق، د اروپایي اتحادیې معاهدات او د نسل وژنې کنوانسیون عبارات ولیکل.
دوی په دغو مراسمو کې د غزې د قربانیانو لپاره د یوې دقیقې لپاره چوپتیا هم غوره کړه.
یوه معترض رویټرز ته وویل: «مونږ په سوله ییزه توګه سره راټول شوي یو تر څو له حقونو، اصولو او د هغو ارزښتونو له مخې چې اروپایي ټولنه یې پر بنسټ جوړه شوې ده، دفاع وکړو.»
یوه بل معترض سیمونا بالوګووا وویل: «د دغو اعتراضونو موخه دا ده، چې مونږ بې طرفه یو او سیاسي نه یو، یوزاې د اروپایي اتحادیې د ارزښتونو پر بنسټ ولاړ یو.»
دغه اعتراضونه په بروکسل کې په داسې حال کې کیږي، چې د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب د اوربند مذاکران کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
اسراییل په دې وروستیو کې د اوربند په اړه د حماس غوښتنه رد کړه.
د غزې د روغتیا وزارت په خبره؛ د اسراییل د اوو میاشتو بریدونو کې څه باندې ۳۴ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو