د هوا پېژندنې اداره: سبا په اوو ولایتونو کې د باران، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېز باران، تېزو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کېږي.

د طالبانو د هوا پېژندنې ریاست پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۲۰مه) د افغانستان په اوو ولایتونو کې د تېز باران، تېزو بادونو او سېلابونو راوتلو اتکل شوی.
د هوا پېژندنې ادارې د تېز باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل د هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل، غور، سمنګان او بغلان ولایتونو لپاره کړی دی.
د هوا پېژندنې ادارې د اټکلونو له مخې، د ورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو وي.
دغه اداره وايي، په شمالي، شمال لویدیځو، لویدیځو، سوېل او سوېلي ولایتونو کې د توندو بادونو د سرعت کچه په بېلابېلو سیمو کې ۳۰ څخه تر ۷۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل کېږي.
دا په داسې حال کې چې تېرو دوو اونیو کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د تېزو بارانونو وروسته د سېلابونو راوتلو له امه لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

نور خبرونه

رادیو