د انګور اډې پرلتوالو له حکومت سره د خبرو لپاره ۱۵ کسیزه جرګه جوړه کړه

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د انګور اډې پرلتوال وایي یوه ۱۵ کسیزه کمیټه یې جوړې کړې، چې د پښتونخوا له صوبايي حکومت سره د ستونزو د هوارۍ لپاره خبرې وکړي.

د سوېلي وزیرستان په انګور اډه کې د برمل او انګور اډې په دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د سیمې خلکو له اوو میاشتو راهیسې پرلت کړی دی.

دوی وایي، چې سرطاني او د نورو بیړنیو ناروغیو ناروغان باید له دې لارې په شناختي کارډونو سفر وکړي.
پرلتوال زیاتوي؛ د دوی اعتراضونه به تر هغه وخته روان وي چې یاد ۱۵ کسیزه پلاوی مثبت ځواب ترلاسه نه کړي.
د انګور اډې یو پرلتوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مشر محمد رسول له پښتنو مشرانو او چارواکو غواړي چې د دې جرګې یا کمېټې ملاتړ وکړي او زیاتوي چې غوښتنې یې منل شوې نه وي، پرلت به جاري وي.

نوموړی د پاکستان پر حکومت هم غږ کوي، چې د دوی پروړاندې خپله پالیسي بدله کړي او ور سره مذاکرات وکړي.
د سویلي وزیرستان په انګور اډه کې اعتراضونه تر هغه وروسته پیل شول، چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د تګ راتګ پرمهال د پاسپورټ او ویزې تر جبري کېدو وروسته د انګور اډې او برمل تر منځ په تګ راتګ پاسپورټ او ویزې جبري کړې.
د انګور اډې اوسېدونکو د دغه پرلت په لومړیو ورځو کې د پاکستان له حکومته څوارلس غوښتنې کړې وې، چې په څوارلسو غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، د دولتي ښوونځیو پرانیستل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کېدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له بندخونو د سیمې د ځوانانو خوشې کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، د روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې وې.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه خپل دريځ نه دی روښانه کړی.

تر انګور اډې څو ورځې مخکې په چمن کې هم ځايي خلکو ورته پرلت پیل کړی او د سپین بولدکـ - چمن ترمنځ د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ مخالف دي، خو لا یې هم حکومت غږ نه دی اورېدلی.

د چمن پرلتوالو تېره جمعه د پاکستان ملېشه ځواک د دوی خېمو ته په اور اچولو او د څلورو پرلتوالو په وژلو او ۲۲ نورو په ټپي کولو تورن کړ.

دوی وویل، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له ورته چارو سره سره به خپل پرلت جاري ساتي.

نور خبرونه

رادیو