مولوي عبدالکبیر: عدالت په ټولو یو شان پلي کیږي او زموږ په نظام کې تعصب نه شته

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وایي، چې د اسلامي شریعت په رڼا کې په ټولو عدالت یو شان پلي کیږي.
مولوي عبدالکبیر نن د هزاره توکمو له قومي مشرانو، علماو او ځوانانو سره په کتنه کې ویلي، چې د دوی په نظام کې هېڅ ډول تبعیض، تعصب او قومپالنه ځای نه لري.

د طالبانو ریاست الوزرا د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یادو قومي مشرانو او علماو له قوله لیکلي، چې دوی د طالبانو د نظام په عدالت باور لري.
خبرپاڼه کې د هزاره توکمو د دغو استازو له قوله زیاته شوې ده، چې په هېواد کې مذهبي او ژبني تعصبات، نفاق، قومي ټیکه داري او د قومونو جنګول ختم شوي او د یووالي لپاره کار کېږي.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې اړه ناسته کې د وینا پر مهال ویلي: "زموږ په واکمنۍ کې هیڅوک د چا حق نه شي خوړلی او که څوک د خپل حق د تلف کېدو اندېښنه لري، محاکمو ته دې مراجعه وکړي، محاکم په پوره استقلالیت خپل کار مخته وړي."
نوموړی په داسې حال کې پر ټولو یو شان د عدالت د ټینګښت خبره کوي، چې دغه ډله په بې عدالتي، قومي پرستي او ژبنيو تعصباتو تورنه ده.
له دې سره؛ د شیعه علماو شورا چې ډېری غړي یې هزاره ګان دي په ځلونو ویلي، چې طالبانو په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
د جعفري مذهب رسمي کول، په سیاسي برخو کې ګډون، د شيعه ګانو د قضيو په څېړولو کې د جعفري مذهب سره مساوي چلند، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې شیعه محصلینو ته د شیعه فقهې او عقایدو تدریس هغه غوښتنې دي، چې د شیعه علماو د شورا له خوا مطرح شوې وې.

نور خبرونه

رادیو