د پاکستان پوځ وايي، چې په خیبر پښتونخوا کې یې شپږ وسله وال وژلي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په خیبر پښتونخوا کې یې په دوو جلا - جلا عملیاتو کې شپږ مخالف وسله وال وژلي دي.
د پاکستان د پوځ په خبره؛ وژل شویو وسله والو په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلود.

د پاکستان د پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پنځه وسله وال په ډېره اسماعیل خان او یو بل وسله وال په شمالي وزیرستان کې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې په شمالي وزیرستان کې د وژل شوي وسله وال نوم انعام الله یاد شوی دی.
د پاکستان پوځ وایي، چې په دغو دوو عملیاتو کې وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي هم تر لاسه شوي دي.
په پاکستان کې د ناامنیو په زیاتېدو سره د دغه هېواد پوځ د مخالفو وسله والو پر وړاندې عملیات زیات کړي دي.

نور خبرونه

رادیو