عمران خان: د پاکستان ولسمشر، لومړی وزیر او د پنجاب مشره وزیره په درغلۍ ګومارل شوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د پاکستان تحریک انصاف ګوند زنداني مشر عمران خان په اډیاله زندان کې له یو شمېر خبریالانو سره په غیر رسمي خبرو کې ویلي، چې د پاکستان ولسمشر اصف زرداري، لومړی وزیر شهباز شریف، د پنجاب مشره وزیره مریم نواز شریف په درغلیو ګومارل شوي دي.

نوموړي د سنا په ټاکنو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د سنا په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.

جیونیوز د خپل خبریال په حواله وايي، چې د ۲۰۱۴ کال د پرلت او لاریون په اړه څېړنو ته اماده دی او دی غواړي چې د څېړنې یوه کمېټه وټاکل شي.

نوموړي ویلي، چې دوی د پاکستان له پوځ سره هېڅ ډول ستونزه نه لري او د ګوند په ۲۷ کلن تاریخ کې یې له دوو حکومتونو د سیاسي او مدني لارو چارو د باور رایې اخیستي دي.

هغه زیاته کړه: " سیاسي ګوندونه کله هم ګډوډي نه غواړي".

د روان کال د فېبرورۍ د میاشتې په ټولټاکنو کې که څه هم د عمران خان ګوند ډېرې چوکۍ ګټلې وې؛ خو د ایتلاف د نه رامنځته کېدو له امله د نواز شریف او اصف علي زرداري ګوندونو مشترک حکومت جوړ کړ.

عمران خان دا مهال په زندان کې دی او د ګوند له رسمي ادرسه یې د پاکستان وروستۍ ټولټاکنې له درغلۍ ډکې بللې دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې عمران خان د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي شهباز شریف او د پنجاب د مشرې وزیرې مریم نواز شریف په اړه د درغلیو څرګندونې کوي؛ بلکې له دې پخوا هم د پاکستان تحریک انصاف ګوند ګڼو غړو ورته څرګندونې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو