خیبرپښتونخوا؛ عوامي نشنل ګوند یو نرښځی د دغه ګوند د یوې برخې د سکرتر په توګه ګومارلی

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

په خېبر پښتونخوا کې عوامي نشنل ګوند نوې ټاکنې کړي او په دغه ټاکنو کې یې د لومړي ځل لپاره یو نرښځی ډاکتر مهراب معیز عوان د نرښځیانو د حقونو د برخې سکرتر ټاکلی دی.

وروسته له هغې چې عوامي نشنل ګوند د تېرې فېبرورۍ په ټولټاکنو کې له ماتې سره مخ شو، دغه ګوند د خپل ګوندي ساختار په تغیر سره نوې ټاکنې وکړې.

د عوامي نشنل ګوند د ثقافت او فرهنګ د برخې مشر ډاکتر خادم حسین پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې ډاکتر مهراب معیز عوان به په ګوندي ساختار کې د نرښځیانو د برخې سکرتر وي.

په پاکستان کې دا لومړی ځل دی، چې د یوه سیاسي ګوند د رهبرۍ په حلقه کې یو نرښځی سیاست کوي.

د پاکستان یو شمېر نرښځیانو بیا په فیسبوک، اېکس او ټېکټاک د نوموړي ګومارل ستایلي او دا یې د ټولنې د یوې برخې د بیا راپورته کولو په معنا ګڼلي دي.

یو شمېر سیاسي او ټولنیزو فعالانو هم د دې چارې هر کلی کړی او ویلي یې دي، چې په سیاست کې د ټولنې د یوه ورک قشر ته ځای ورکول یو نېک اقدام دی.

نور خبرونه

رادیو