د چین په مرسته د پاکستان لومړنی فضايي سټیلایټ په بریالیتوب سره د سپوږمۍ مدار ته داخل شو

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د پاکستان فضايي څېړنیز ماموریت خبر ورکړی، چې د چین په همکارۍ د پاکستان لومړنی فضايي ماموریت «ای کیوب قمر» په بریالیتوب سره ترسره شوی او سپوږمکۍ د سپوږمۍ مدار ته داخله شوې ده.

پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې دا سپوږمکۍ به خپل ماموریت به له درېیو څخه تر شپږو میاشتو پورې د سپوږمۍ په مدار کې تېر کړي.

د پاکستان د فضايي څېړنو ماموریت (سپارکو) ویاند ویلي، چې د پاکستان سپوږمکۍ «ای کیوب قمر» د سپوږمۍ مدار ته ننوتې، چې لومړیی انځور به د می میاشتې په ۱۶مه نېټه ځمکې ته راولېږي.

د ای کیوب قمر په نوم دا سپوږمکۍ د چین د شانګهای پوهنتون او د پاکستان ملي فضايي ایجنسۍ له خوا جوړه شوې ده.

د سپارکو ویاند وویل چې «ای کیوب قمر» د پاکستان پر وخت د ماسپښین په ۱:۱۴ بجو د سپوږمۍ مدار ته داخل شو، سپوږمۍ ته له استولو وروسته دا سټلایټ د ډیزاین شوې تخنیک له مخې کار کوي.

ویاند وویل، چې د ای کیوب قمر د کنټرولرانو، سب سیسټمونو او پروتوکولونو په مدار کې ازموینه روانه ده، دا ماموریت به د سپوږمۍ مدار ته له رسېدو وروسته له ۵ څخه تر ۶ ورځو پورې په ازماېښتي مرحله کې وي.

د ویاند په وینا؛ د سپوږمۍ لومړی عکس به د می په ۱۶مه د ازموینو او وسایلو له فعالېدو وروسته ترلاسه شي.

پاکستان د سپوږمکۍ او پلټونکي د توغولو لپاره تاسیسات نه لري او د چین په همکارۍ فضايي ماموریت تر سره کوي.

پاکستان د چین د فضايي مرکز په همکارۍ د می میاشتې په درېیمه نېټه په تاریخ کې د اول ځل لپاره د سپوږمۍ مدار ته د یوې سپوږمکۍ په لېږلو سره لومړنی فضايي ماموریت پیل کړ.

د ای کیوب قمر په نوم دا سپوږمکۍ د چین په هینان ولایت کې له یوه فضايي مرکز سهار وختي د پاکستان په وخت نږدې دوه نیمې بجې وتوغول شوه.

نور خبرونه

رادیو