حال وش: په ایران کې یو افغان بندي د کورنۍ له خبرتيا پرته اعدام شو

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د بشري حقونو سازمان حال وش خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ د (غويي ۱۹مه) د کرمان په زندان کې یو ۴۰ کلن افغان بندي اعدام شوی دی.

دغه سازمان وايي، چې د نوموړي د وژنې امر د هغه د کورنۍ له خبرولو او ملاقات پرته ترسره شوی دی.

دغه سازمان د چهار شنبې په ورځ په خپله اعلامیه کې ليکلي: «یو افغان زنداني، چې مخکې د نشه يي توکو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوی و؛ د کرمان په زندان کې د هغه له کورنۍ سره د معلوماتو له شریکولو او وروستۍ لېدنې پرته اعدام شوی»

د بشري حقونو حال وش سازمان په اعلاميه کې ليکلي، چې نوموړى شاوخوا څلوېښت کلن و، واده يې کړى او پنځه اولادونه يې درلودل، چې تر بندي کېدو مخکې په سمنان کې اوسېده.

د بشري حقونو دا سازمان د سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې دغه افغان تبعه په ۱۳۹۹ کال کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و او د سیمنان انقلابي محکمې په اعدام محکوم کړ.

د دغه سازمان په وینا؛ د دغه زنداني د اعدام حکم د چهارشنبې په سهار ترسره شوی دی.

سازمان د چهارشنبې په ورځ د کرمان په زندان کې د نشه يي توکو په تور د دوو بلوڅ بندیانو د اعدامولو خبر هم ورکړی دی.

د ایران د قوانینو له مخې؛ د محکمې د اعدام له حکم وروسته د اعدام قضایه قوه مکلفه ده، چې مدافع وکیل ته له اعدام څخه ۴۸ ساعته مخکې خبر ورکړي او محکوم هم کولای شي، چې د سزا تر عملي کېدو څخه مخکې له کورنۍ سره د ملاقات غوښتنه وکړي.

تر اوسه ایراني چارواکو په دې اړه رسمي څه نه دي ويلي او دا هم نه ده معلومه، چې دغه افغان بندي مدافع وکيل ته لاس رسی درلود او که نه؟

د همدې غوايي میاشتې په لومړۍ نېټه حال وش د مشهد په وکیل اباد زندان کې د څلورو افغان ځوانانو د اعدامولو خبر هم ورکړی و.

نور خبرونه

رادیو