طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د وسلو د ناقانونه ګرځولو په تړاو ۱۵ تنه نیولي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غلا، وسلو ناقانونه ګرځولو او نورو جرمونو په تړاو ۱۵ تنه نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مفتي عبدالمتین قانع د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې له دې کسانو څخه په سمنګان ولایت کې ۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو، په جوزجان کې درې غله او یو نامسووله وسله وال، په سرپل کې یو تن د وسلو د ناقانونه ساتلو په تړاو، هرات او سرپل کې نیول شوي دي.

ښاغلي قانع زیاته کړې: «ورته مهال د غزني امنیه قوماندانۍ منسوبینو شپږ غله نیولي او شپږ میله وسله یې ددغه ولایت په مربوطاتو کې موندلې او ضبط کړې ده.»

که څه هم د طالبانو له خوا په دې وروستیو کې د غلا په تور د نیونو لړۍ چټکه شوې؛ خو لا هم د غلا قضیې نه دي کمې شوي.

د چارو یو شمېر شننونکي بیا وايي، چې په افغانستان کې روان غربت او بې کاري د دې لامل شوې، چې غله زیات او د غلا پېښې بې شمېره شي.

نور خبرونه

رادیو