مولوي عبدالکبیر: د بندیزونو له امله اقتصادي وضعیت پیچلی شوی او زموږ فعالیتونه محدود شوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال وایي، چې پر دوی د لګېدلو بندیزونو له امله افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، اقتصادي وضعیت پېچلی شوی او د دوی د حکومت فعالیتونه محدود شوي دي.

مولوي عبدالکبیر دا خبرې د چهارشنبې په ورځ ( د غویي ۱۹مه) د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا د ملي ټولنو نړۍوال غورځنګ په مناسبت د "بشریت ژوندي ساتل" تر عنوان لاندې په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

نوموړي وايي، چې دوی په سیمه کې له اقتصادي فرصتونو څخه د استفادې سیاست غوره کړی او دا مهال د سیمې له هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې ښه همکاري لري.

‏مولوي عبدالکبیر خپلو خبرو کې یو ځل بیا د افغانستان پر بانکي سیستم د لګول شويو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان شاخوا ۹ میلیارده ډالره شتمني په امریکا او نورو هېوادونو کې کنګل شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر متقي او د افغانستان بانک مشر هدایت الله بدري په ګډون یو شمېر طالب چارواکو په کراتو له نړۍوالو غوښتي چې دغه محدودیتونه لرې کړي.

نور خبرونه

رادیو