پاکستاني او ازبک چارواکو د ازبکستان - افغانستان - پاکستان د پټلۍ په ژر پیلېدو ټينګار وکړ

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې د ازبکستان - افغانستان - پاکستان د پټلۍ پر ژر پیلېدو ټينګار وکړ.
دغه پټلۍ به د مسافرو د تګ و راتګ او د توکو د لېږدولو چارې اسانه کړي او په سیمه ییزه سوداګرۍ او اقتصادي وده کې به مرسته وکړي.

د دغو هېوادونو ترمنځ د پټلۍ د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې د یوې لویې اقتصادي لویې لارې د جوړولو لپاره وړاندې شو. چې منځنۍ اسیا د پاکستان د اوبو له بندرونو سره نښلوي.
د دغې پټلۍ د جوړولو لګښت څه باندې څلور نیم ملیارډه ډالره اټکل شوی دی او ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري.
د دغه پلان پر بنسټ، دا پټلۍ د ازبکستان له ترمز پیلېږي او له مزارشریف او کابل ښارونو تر تېرېدو وروسته د پاکستان پېښور ته رسېږي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف چې په دوه ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته رسیدلی دی، د پټلۍ ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراخوالي ټینګار کوي.
له دې سره، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم له ازبکستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي چارو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې.
ټاکل شوې ده، چې ښاغلی سيدوف به د دې سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیرشهباز شريف سره هم وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګریزو او ګډو ګټو په اړه خبرې وکړي.

نور خبرونه

رادیو