د بدخشان اوسېدونکي: د فیض اباد ښار له چاودنې وروسته پوځي بڼه غوره کړې

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د بدخشان اوسېدونکو ویلي، چې د طالبانو پر پوځي کاروان له برید وروسته په فیض اباد ښار کې نا اعلان شوی پوځي وضعیت واکمن شوی دی.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې لږ تر لږه شپږ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

په بدخشان کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې وسله والو طالبانو په فیض اباد ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیولي او ان د چاودنې له ځای څخه یې د عکسونو او ویډیوګانو اخیستلو مخه هم نیولې ده.
د فيض اباد يوه اوسېدونکي وويل، چې وسله والو طالبانو د چاودنې ځاى کلابند کړى او خلکو ته اجازه نه ورکوي، چې له خپلو کورونو ووځي.
له بدخشانه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو د یوه پوځي رینجر موټر انځورونه استولي چې ویل کېږي په چاودنه کې ویجاړ شوی.


ويل کيږي چې په موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوي چاوديدونکي توکي هغه وخت وچاوديدل چې د وسله والو طالبانو پوځي کاروان د تېرېدو په حال کې و .
د ځايي خلکو په خبره، چاودنه د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د جوزګون پله سیمه کې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معنیت پر ځواکونو شوې ده.
تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې د دغه برید مشوولیت پر غاړه نه ده اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څه ويلي دي.

نور خبرونه

رادیو