د اسلام اباد سترې محکمې اډياله زندان ته د بشرا بي‌بي د لېږلو غوښتنه ومنله

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د اسلام اباد سترې محکمې قاضي مياګل حسن اورنګزېب د بشرا بي‌بي د هغې غوښتنې په اړه پرېکړه وکړه، چې له بني ګالې څخه اډياله زندان ته يې د لېږدولو غوښتنه کړې وه.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم دا مهال په اډیاله زندان کې دی.

د اسلام اباد سترې محکمې د لاملونو اورېدلو وروسته د مې په دویمه نېټه د بشرا بي‌بي د غوښتنې په اړه پرېکړه واوروله.
بل لوري ته د اډياله زندان چارواکو په محکمه کې ويلي وو، چې دوی بشرا بي‌بي ته ځاي نه شي ورکولاى؛ ځکه چې په دغه زندان کې ګڼه ګوڼه ډېره ده او امنيتي اندېښنې هم زیاتې دي.

نور خبرونه

رادیو