د اطلاعاتو محدود لاسرسی؛ملا خیرخواه وايي ویاندان باید پر وخت له رسنیو سره اطلاعات شریک کړي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر د دې ډلې د حکومتي اداروله ویاندویانو غوښتي چې له رسنیو سره پر خپل وخت اطلاعات شریک کړي.

د رسنیو ملاتړې ادارې وايي؛ پر رسنیو او معلوماتو ته پر لاسرسي د طالبانو محدودیتونو اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی سخت کړی دی.

خو ملا خیرالله خیرخواه نن د دې ډلې د ویاندانو ترمنځ د همغږۍ په سیمینار کې ویلي:«پر وخت د اطلاعاتو شریکول د شایعاتو په مخنیوي کې مهم دي.»

د نوموړي په خبره، «د امارتي ادارو ویاندویان دنده لري، چې په خپل وخت له رسنیو او خلکو سره د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه اطلاعات شریک کړي.»

د طالبانو په واک کې ملي رادیو تلوېزون وايي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي هم پخپل وخت د اطلاعاتو شریکول «د هېوادوالو اړتیا ګڼلې او د ناسمو اطلاعاتو له خپرېدو څخه په مخنیوي کې یې مهم بللي دي.»

طالب چارواکي په نږدې هرو درې میاشتو کې د خپلو ادارو ویاندانو ته په ورته سیمینارونو کې دا ډول څرګندونې کوي؛ خو په عمل کې له رسنیو سره د اطلاعاتو په شریکولو کې د دې ډلې په چلن کې بدلون نه دی راغلی.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو په واکمنېدو پسې نه یوازې دې ډول ګام پر ګام پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ محدویت زیات کړی، چې ور سره اطلاعاتو ته لاسرسی هم سخت شو دی.

طالبانو د ځینې هغو نړۍوالو رسنیو پر خپرونو او یا هم وېبپاڼو فلټر کولو ته مخه کړې ده، چې خلک یې د اطلاعاتو په برخه کې مهمې بولي.

نور خبرونه

رادیو