د طالبانو د دفاع وزارت ویاند: داعش د پاکستان له خاورې را اوړي او زموږ پر ضد کارول کیږي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۸

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د پاکستان د پوځ د ویاند تازه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته داعش را اوړي او د دوی پر ضد کارول کیږي، چې باید پاکستان یې ځواب ورکړي.

تازه د پاکستان د پوځ ویاند په راولپنډۍ کې د خبري غونډې پر مهال وویل، چې په سیمه کې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مهم کردار ادا کوي.

هغه وویل، چې ټي ټي پي د افغان خاورې په کارولو سره د دوی پر ضد فعاليت کوي او پاکستان په هره کچه له طالبانو سره مرسته کړې؛ خو د افغانستان موقت حکومت (طالبان) لا هم پر ژمنو عمل نه دی کړی او شواهد ښيي، چې ټي ټي پي د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

بل خوا د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعاوې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لرې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند د داسو د پېښې اصلي عاملین افغانان ګڼلي وو؛ خو خوارزمي وايي، چې د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان د پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینايي اتباعو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حمله کونکو سره همکاري په ډاګه کوي، چې په دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجې دی.

نوموړی وايي، چې دوی له خپلې خوا د چین هېواد ته په دې مورد ډاډ ورکړی او هغوی هم په حقیقت پوه شوي دي، چې دوی په داسې موضوعاتو کې ښکیل نه دي.

خوارزمي زیاته کړې: "موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو، چي د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي، د هغوی خاوره زموږ پر ضد کارول شوې او پېښې له هغه هېواد څخه تنظیمیږي، چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي."

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان د پاکستان ثبات او امنیت د افغانستان او سیمي په ګټه بولو او د افغانستان او پاکستان د ولسونو په ورورۍ او ښو اړیکو باور لري.

د پاکستان او طالبانو تر منځ د ترهګرو پر موجودیت ناندرۍ وروسته له هغه پيل شوې، چې په کابل کې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل او په ورته وخت کې پاکستاني طالبانو په پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړل.

نور خبرونه

رادیو