پاکستان د جون تر ۳۰مې په دغه هېواد کې د راجستر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوله

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۸

د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د جون تر ۳۰مې د غځولو په اړه رسمي خبرپاڼه خپره کړه.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه مودې د غځولو پرېکړه د وفاقي کابينې په وروستۍ غونډه کې شوې ده.

ورته مهال په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدی وايي، په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ مېلیونه راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي.
نوموړی وایي، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر له ۸ لکو هم ډېر دی.
تېره اونۍ پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د اپرېل تر ۳۰مې له پاکستانه د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۵۵۶۵۴۸ ته لوړ شو او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.
تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي و، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې مرستیال اندریکا ریتواتي په تورخم کې د کډوالو له دفتر څخه د لیدنې پر مهال ویلي، هڅه کوي پاکستاني چارواکي قانع کړي چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر راکم کړي.
د ناروې د کډوالو شورا هم تر دې دمخه ویلي و، له پاکستانه ډېری راستنېدونکي ماشومان زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې د پام وړ خنډونو سره مخامخ دي.
دغې شورا د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، له پاکستانه د څه باندې ۵۴۰ زره افغانانو تر جبري ستنېدو وروسته په زرګونو ماشومان تعلیمي مرستو ته اړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو