په پروان کې د ملي ټلویزیون د خبریال له خوشې کېدو سره سم، طالبانو په خوست ولایت کې خبریال او شاعر فریدون ریان نیولی دی.
سیمهییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ښاغلی ریان د یوې اوونۍ راهیسې بېدرکه شوی او د طالبانو سره بندي دی.
دغې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې ښاغلی ریان تېره اوونۍ په خوست ښار کې د طالبانو لهخوا نیول شوی چې تر اوسه یې کورنۍ د هغه له برخلیکه خبره نه ده او طالبانو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.
ښاغلی ریان د خبریالۍ تر څنګ د خوست ولایت د نامتو شاعرانو له ډلې څخه شمېرل کېږي.
ګڼو خوست مېشتو په خواله رسنیو کې لېکنې پیل کړي، د ښاغلي ریان د خوشې کولو غوښتنې یې کړي او له طالبانو یې غوښتي، چې د خبریالانو او شاعرانو خپلسرې نېونې دې ودروي.
له بل پلوه د ازادو خبریالانو ټولنې په پروان کې د ملي ټلویزیون د خبریال ندا محمد نوري د خوشې کولو خبر خپور کړی.
دغې ټولنې په خپلې فیسبوک پاڼه ویلي، چې ښاغلی نوري د دوشنبې په ماښام د (غويي په ۱۷مه) د طالبانو له بنده خوشی شوی دی.
دغه سیمهییز خبریال درې ورځې وړاندې د چهاریکارو په ښار کې د طالبانو استخباراتو نیولی و؛ خو تر اوسه یې د نیولو لامل نه دی په ډاګه شوی.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې یو ځلې بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د رسنیو اړوندې قضیې دې د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمېسیون لهخوا وپلټي او د استخباراتو او د امر بالمعروف ادارو لاسونه دې له دغې مسلې څخه رالنډ کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل راپور کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې د رسنیو د خپلواکۍ پر ضد یې ۱۳۶ سرغړونې رپوټ کړي چې د طالبانو لهخوا تر سره شوې دي، په هغو کې ۷۳ پېښې د ګواښونو او ۶۴ نورې یې د خبریالانو د نیولو په اړه وې.