د هلمند یوه کورنۍ: طالبانو زموږ یو غړی په زندان کې شکنجه کړی او وژلی دی

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۸

د هلمند په مرګز لشکرګاه کې یوه کورنۍ وايي، د عبدالمنیر په نوم یو ځوان یې طالبانو دغه ښا رکې نیولی او بیا یې په زندان کې شکنجه او وژلی.

دغه کورنۍ له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سره په خبرو کې زیاتوي، د بوست روغتون ډاکترانو ورته ویلي، چې عبدالمنیر د زیاتې شکنجې له امله مړ شوی.

دا کورنۍ وايي، عبدالمنیر د لشکرګاه په نهمه حوزه کې د ګاز یو شرکت کې له خپلو دوه ملګرو سره و، چې د طالبانو د حوزې مسوولینو او امر بالمعروف ګزمې له دغه ځایه یووړ.

دغه کورنۍ وايي طالبان د بوست روغتون پر ډاکترانو فشار راوړي چې د دې وژنې راپور بدل کړي او ولیکي چې عبدالمنیز د نشه يي توکو د کارولو له امله وژل شوی دی.

خو دغه کورنۍ وايي عبدالمنیر هیڅ نشه نه کوله او یو غریب کاره ټیکټر چلوونکی وو.

د عبدالمنیر خپلوان وايي دوی د نوموړي مړی د اعتراض په ډول په هلمند کې د طالبانو د والي د دفتر مخ ته وړی و.

د عبدالمنیر کورنۍ وايیي، پرون له شاوخوا ۳۰۰ کسانو سره د لاریون په شکل د هلمند ولایت مقام کې د طالبانو والي ته ورغلي وو، خو د طالبانو غوښتنه دا وه، چې تاسې رسنیو ته د لاریون ویډیوګانې مه ورکوئ، ځکه د دوی د بدنامي سبب کیږي.

د طالبانو مرستیال والي دغو لاریونوالو ته ډاډ ورکړی چې په دوو ورځو کې به په دغه پېښه کې ککړ کسان ونیسي او محکمې ته به یې حاضر کړي.

دغه کورنۍ کواښ کوي چې که په دوو ورځو کې یې د کورنۍ د غړي قاتلین محکمې ته حاضر نشي نو یو ځل بیا به د طالبانو پرضد لاریون وکړي.

د طالبانو بیا ځلي واک ته رسیدو له عامه خلکو سره د دوی چلند تر ډېره خشن دی او د ورځې په تېریدو د دوی پرضد د ولس کرکه مخ په زیاتېدو ده.

عبدالمنیر ټیکټر درلود او په دې کار سره یې د کورنۍ لاسنیوی کولو.

په وروستیو ورځو کې د بدخشان درایم او ارګو ولسوالیو اوسیدونکو د طالبانو پر ضد پراخ لاریونونه وکړل.

د دغو لاریونوالو نیوکه دا وه، چې طالبان د کوکنارو د اړولو په پهانه د خلکو کورونو ته ننوځي او د ځايي خلکو شخصي حریم تر پښو لاندې کوي.

نور خبرونه

رادیو