ځایي سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې «یوه زوروره چاودنه» شوې ده.
د چاودنې په اړه تراوسه نور جزییات نه شته.
د افغانستان انټرنشنل ډېرو مخاطبینو د دې زورورې چاودنې غږ اوریدلی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی؛ خو په تېرو څو میاشتو کې د مقاومت او د ازادۍ جبهو په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د طالبانو پر پوستو او پوځي اډو څو ځله بریدونه کړي دي.