د سېلابونو له امله په غور کې درې تنه مړه او ژوبل شوي او له زرو ډېرې کورنۍ بېځایه شوې

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۷

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د غور په مرغاب او چهار سده ولسوالیو کې د سېلابونو له امله یو تن مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبان وايي، په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله له زرو ډېرې کورنۍ بېځایه شوې او په خلاصه فضا کې شپي او ورځې تېروي.

دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چي، د غوايي میاشتې په ۱۵مه نېټه د سېلابونو راوتلو له امله په غور کې ۱۰۷۳ کورنۍ بېځایه شوې او په خلاصه فضا کې شپې او ورځې تېروي.

د کډوالو وزارت د غور د کډوالو ریاست له قوله لیکلي چې، د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې ۵۶۲ کورنونه د سېلابونو راوتلو له امله په بشپړ ډول ویجاړ شوي.

همدارنګه یاد وزارت ویلي چې ۳۰۳ نور کورونه زیانمن شوي چې بیا رغېدو ته اړتیا لري.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د سېلابونو راوتلو له امله کرنیزې ځمکې، د برېښنا بندونه، ونې او باغونه هم ویجاړ شوي او د یادې ولسوالۍ د کلیو تر منځ د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو