طالبان: له زرو ډېر افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایرانه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۷

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په راستانه شویو افغان کډوالو کې د کورنیو تر څنګ ۲۱ بې سرپرته ماشومان هم شامل دي.

دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې، د (غوايي ۱۶مه) ۱۳۷۹ افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې ۲۱ تنه بې سرپرسته ماشومان یې د وار چایلد موسسې ته د کورنیو موندلو په موخه سپارلي دي.

همدارنګه یاد وزارت زیاتوي چې له ایرانه راستنو شوېویو شمېر اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې کړې دي.

دغه افغان کډوال په داسې حال کې له ایرانه راستانه شوي چې د ایران کورنیو چارو وزیر احمدي وحیدي ویلي چې، تېرکال یې یو میلیون او ۳۰۰ زره بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده اېستلي دي.

ایراني رسنیو د ایران د کورنیو چارو وزیر له قوله ویلي چې ایران نوي کډوال نه مني او ټول بې اسناده کډوال دې له دغه هېواده ووځي.

نور خبرونه

رادیو