طالبان: فراه او سرپل کې د سېلابونو د راوتلو له امله درې تنه مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۶

په سرپل کې د طالبانو د والي دفتر د غويي په ١٦مه اعلان وکړ، چې د صياد ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د سېلابونو د راوتلو له امله دوه تنه مړه شوي دي.

په ورته وخت کې د فراه ولایت سیمه ییزو چارواکو هم په دغه ولایت کې د سېلابونو د راوتلو له امله د یوه تن د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

په سرپل کې د طالبانو د والي وياند حبيب الله مسرور وايي؛ دغه دوه کسان تېره ورځ د صياد ولسوالۍ د "قاق افضل" او "خواجه يګانه" په کليو کې وژل شوي دي.

طالب چارواكي وايي، چې د شنبې د ورځې سېلابونو سلګونه جريبه كرنيزې ځمكې، پلونه، پلچكونه، د استوګنې كورونه او هغه سړكونه ويجاړ كړي، چې د صياد ولسوالۍ له مركز سره نښلوي.

بل خوا، په فراه کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس اسرایل سیار د دې ډلې تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو ته وویل، چې په دې ولایت کې په وروستیو ورځو کې د سختو بارانونو له امله ۲۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

دغه طالب چارواکی وايي، په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له امله په دغه ولایت کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

که څه هم په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو مالي او ځاني زیانونه اوښتي، خو د تلفاتو په اړه یې تر اوسه کره شمېره نشته او په بیلا بیلو سیمو کې د سېلابونو له امله د زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

نور خبرونه

رادیو