کینیا کې د سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر ۲۲۸ کسانو ته ورسېد

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۶

د کینیا د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۲۸ تنو ته رسېدلی دی.

تمه کیږي، چې په دغه هېواد کې طوفاني بارانونه چې په وروستیو اونیو کې د پراخو سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې لامل شوي د می په میاشت کې د لا پسې ډېر شي.

د کینیا د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په ټیټو سیمو، سیندونو سره نږدې سیمو او ښاري سیمو کې د لا ډېرو سېلابونو تمه کیږي او ښايي د ځمکې ښوېیدنې په غرنیزو سیمو او درو کې پېښې شي.

سېلابونو د ختیځ افریقا تر ټولو لوی اقتصاد لرونکي دغه هېواد کې کورونه، سړکونه، پلونه او نور زېربناوې ویجاړې کړې دي.

د دغه وزارت په وینا؛ لږ تر لږه ۱۶۴ کسان په سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې له کبله ټپیان شوي او ۲۱۲ زره ۶۳۰ کسان بې ځایه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو