سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۶

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د وېډیوګانو په لېږلو په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی.

سرچينې وايي، د هرات په ګلران ولسوالۍ کې سېلابونو درې کسان مړه کړي او ډېر مالي زيانونه یې اړولي دي.

همدارنګه سرچينې وايي، د سېلابونو راوتلو له امله د مړو او ټپيانو په شمېر کې د زياتوالي احتمال هم شته.

ځايي سرچیني وايي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په ډير شمېر د اوسیدو کورنه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

تر دې مهاله طالبانو د سېلابونو له امله د اوښتونو ځاني او مالي زیانونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

خو طالبانو د یکشنبې په ورځ د (غوايي ۱۶مه) خبر ورکړ چې د بدخشان – تخار د لویې لارې په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو تر منځ لارې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو