ایراني چارواکي وايي، ایران نور د دې وړتیا نه لري چې نوي افغانان ومني

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۶

په ایران کې د کډوالو د ملي ادارې د بهرنیو وګړو او د کډوالو چارو مشر اصغر بلوکیان ویلي، چې ایران نور د افغان کډوالو د منلو وړتیا نه لري.

ښاغلي بلوكيان له طالبانو وغوښتل، چې د افغان كډوالو د ورستنېدو لپاره د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې كړي.

د ایرانۍ صدا او سیما رسنۍ د راپور له مخې، اصغر بلوکیان افغانستان یو «ویجاړ او له ټکنالوژۍ لرې» هېواد وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو څخه د افغانستان د ودانولو لپاره کار واخلي.

وروسته له هغې چې طالبان په ۱۴۰۰ کال کې په افغانستان کې واک ته ورسول شول، ډېری خلک د ایران په ګډون نورو هېوادونو ته کډوال شول.

ورته مهال د ایران امنیتي ځواکونه هره اونۍ زرګونه افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې ستنوي.

اصغر بلوکیان د ایران په مشهد ښار کې له افغان کډوالو سره په یوه غونډه کې وویل چې په ایران کې د «بې اسنادو» افغان کډوالو شتون «د اسناد لرونکو لپاره هم ستونزې جوړولای شي.»

د دغه ایراني چارواکي په وینا، د اسناد لرونکو کسانو لپاره د زده‌کړو د ځای نشتوالی یوه له هغو ستونزو څخه ده چې ایران ته د بې اسنادو کډوالو له راتګ وروسته رامنځته شوې.

د هغه د څرګندونو له مخې، ايران نه شي کولى ټولو افغانانو ته د کار، پوهنتون، بيمه او روغتیایي اسانتیاوې وړاندې کړي.

اصغر بلوکیان دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې ایران د افغان کډوالو د منلو په برخه کې له نړیوالو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو مرستې ترلاسه کوي. ایراني چارواکي وايي، دغه مرستې بسنه نه کوي.

نور خبرونه

رادیو