د طالبانو له زندان درې میاشتې وروسته پخوانی کومانډو افسر څنګه مړ شو؟

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۴

په تېر حکومت کې د افغانستان د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د افسر ډګرمن عبدالجمیل ځدراڼ د مرګ د څرنګوالي او د طالبانو لخوا د ده نیول کېدو په اړه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو جزیات لاسته راوړي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ځدراڼ او د هغه د کورنۍ پاسپورټونه او تذکرې قید کړي و.

څلور ورځې وړاندې د افغانستان پخواني پوځ د کوماڼدو ځواکونو افسر عبدالجمیل ځدراڼ د مرګ اوازې خبرې شوې او پر هغه ورځ یې د مرګ د څرنګوالي په اړه راپورنه په ټولنیزو رسنیو کې له پراخ غبرګون سره مخ شول.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د عبدالجمیل ځدراڼ له نژدې خپلوانو سره خبرې کړې دي او د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته د دې ځوان افسر د ژوند کیسه یې را سپړلې ده.

د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته

نژدې خپلوان یې وايي عبدالجمیل ځدراڼ د تخلیې پرمهال له خپلو ماشومانو سره په ورځو ورځو د حامد کرزي نړيوال هوايي ډکر په دروازو کې په دې تمه تېرې کړې، چې کواکې له مرګه به ځان وژغوړي او له خپلو بچیانو سره به بهر کې بې وېرې او هوسا ژوند وکړي.

خو ددغه ځوان افسر دغه هیله او تمه پوره نشوه او له تخلیې پاتې شو.

د معلوماتو پر بنسټ څو میاشتې وروسته عبدالجمیل ځدراڼ د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستانه وځي او په ایران کې شاوخوا یو کال تېروي.

په دغه موده کې ځدراڼ ډېره هڅه کوي، چې له ایران څخه ترکیې ته قاچاقي لاړ شي پرلپسې دی په دغه هڅه کې ناکامیږي او بېرته افغانستان ته راځي.

د ځدراڼ نژدې خپلوان وايي د طالبانو پر عمومي بښنه یې باور نه درلود او وېره یې احساسوله.

عبدالجمیل ځدراڼ هم همدا وېره لرله او په همدې وجه یې د کورنۍ د مشرانو ټینکار هم دا و، چې یو خوندي هېواد ته دې له خپلو ماشومانو سره لاړ شي او که دا ناممکن وي نو بیا دې پخپله یواځې ووځي.

د طالبانو لخوا د کومانډو افسر زنداني کېدل

افغانستان ته راتګ سره عبدالجمیل ځدراڼ د خپلې کورنۍ د پاسپورټونو جوړولو لپاره د طالبانو واک لاندې کابل پاسپورټ ریاست ته ورځي او د پاسپورټ جوړولو کې بریالی کیږي.

نژدې خپلوان یې وايي دی د خپلې کورنۍ د پاسپورټونو سره د یو کار لپاره د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ته ځي، خو له دې وزارت تر وتلو وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د انتک ریاست لخوا نیول کیږي. پر سر خولۍ ور پر سر کېږي، شحصي کروله ډوله موټر کې یو نامعلوم ځای ته وړل کیږي.

عبدالجمیل ځدران له خوشي کېدو وروسته خپلوانو ته ویلي، چې دی یوه میاشت په شخصي زندانونو کې ساتل کېده او همیش به له یوه ځای بل ځای ته انتقالېده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د انتک ریاست د دې د وزارت د استخباراتي معلوماتو د راټولو مغز یادیږي او د نظامیانو معالومات هم په دغه ریاست کې څارل کیږي.

د جمهوریت پر مهال د کورنیو چارو وزارت مسولینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې په دغه وزارت کې د پخواني حکومت د افسرانو معلومات پراته دي او له سقوط څخه وروسته طالبان ددغه انتک ریاست د معلوماتو پربنسټ پخواني نظامیان نیسي.

د عبدالجمیل ځدراڼ نژدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې کورنۍ یې یوه اوونۍ د نوموړي د نیول کېدو او ځای په اړه هیڅ معلومات نه درلودل.

دوی زیاتوي له ډیرو هڅو سره په دې وتوانېدو چې نوموړی د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د انتک ریاست ځانګړو ځواکونو نیولی دی.

د قومي مشرانو له ډېرو هڅو وروسته طالبانو عبدالجمیل ځدراڼ په ضمانت خوشی کړ، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت انتک ریاست د نوموړي پاسپورټونه قید کړل.

ځدران د طالبانو د زندان د وحشتونو کېسې نژدې خپلوانو ته کړې

عبدالجمیل ځدراڼ نژدې خپلوانو ته ویلي، چې طالبانو په زندان کې ډیرې روحي شګنجې ور کړې دي، خو داسې شکنجه یې نه ده ور کړې، چې کوم زخم یې پر بدن پاتې شي.

ځدراڼ خپلوانو ته ویلي، خولۍ یې ور پر سر کوله او کله چې به یې نفس خولې ته راغی او پښې او لاسونه به یې د جرګانو په شان ووهل نو بیا به یې خوشی کړ.

ځدراڼ خپلوانو ته ویلي، چې په زندان کې یې سرچپه ځوړنداوه او لاسونه به یې تړلي ول، برېښنايي شارټونه به یې سر ته ور کول.

په زندان کې ځدراڼ ته د طالبانو خبره دا وه، چې تا له امریکایانو سره کار کړی دی او اوس هم له هغوی سره تماس لرې.

د ځدراڼ نژدې خپلوان افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې له زندانې کېدو مخکې په امریکا کې د یوه خیریه بنسټ له خوا د میاشتې دوه سوه شاوخوا ډالر نغدي کومک ورسره کېده.

دغه خیریه بنسټ له ځدراڼ سره د انسټګرام اکونټ له لارې اړیکه کې وو، کله چې طالبانو له نوموړي موبیل اخلي نو دغه پېغامونو ته هم لاس راسی پیدا کوي او ورته وايي تاسې ته دا پیسې د څه لپاره درکوي.

له زندان وروسته

د عبدالجمیل ځدران نژدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې نوموړی ډېر یو غیرتي ځوان وو او تل به یې هڅه کوله چې د خپلو سختیو او روان حالت په اړه له کورنۍ خبرې پټې کړي.

دوی وايي کله به یې هم چې له عبدالجمیل ځدراڼ د زندان پوښتنه کوله نو څه به یې نه ویل، خو په زوره زوره به یې په چیغو ژړل؛ نو مونږ په دې پوهېدو چې دی ډېر شګنجه شوی او د زندان حال نه وايي.

عبدالجمیل ځدران له زندان تېرولو درې میاشتې وروسته او له کوچني اختر وړاندې د خپل او د کورنۍ د پاسپورټونو ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت انتک ریاست ته مراجعه وکړه، خو د هغوی له خوا منفي ځواب ورکړل شوی وو.

ځدراڼ د طالبانو چارواکو ته ویلي وو، چې بچیان یې ښوونځیو کې داخلوي او د ناروغۍ د علاج لپاره بهر ته ځي، خو طالبانو ورته ویلي و، چې د پاسپورټونو د ور کولو پرېکړه د وزارت مشر تابه سراج الدین حقاني په لاس کې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وزیر سراج الدین حقاني هم په قوم ځدراڼ دی.

د پخواني حکومت د کومانډو افسر عبدالجمیل ځدران په اختر کې ناهیلی بغلان ته ځي خو د کورنۍ پر وینا یې چې دا ځل دی ډېر له رواني تکلیف سره مخ و.

له ځدراڼ څخه څو واري کورنۍ غوښتي ول، چې رواني چلند یې سم نه معلومیږي باید یو رواني ډاکتر ته لاړ شي خو د نوموړي ځواب دا وو چې که دا پاسپورټونه راکړی نو د رواني ډاکتر لپاره به پاکستان ته لاړ شي.

خو څلور ورځې وړاندې یې چې کورنۍ ځدراڼ له خوبه پاڅوي، ګوري چې د مخ یوه خوا یې شنه شوې او لاسونه او پښې یې شخ پاتې دي او بیا دی د کورنۍ لخوا روغتون ته وړل کیږي؛ خو څرګندیږي چې هغه خپل روح الله ته سپارلی وو.

خپلوانو یې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دی له زندان څخه درې میاشتې وروسته وفات شوی دی.

دوی زیاتوي امکان شته چې د طالبانو په زندان کې د روحي شګنجې تر څنګ داسې درمل ورکړل شوي دي، چې تاثیرات وروسته څرګند شوي او دده د زړه د ودرېدو لامل شوي وي.

نور خبرونه

رادیو