عطامحمد نور: جګړه هڅوونکي باید له خپلو بچیانو سره د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ شي

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور سیاسي اجماع د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره لومړی ګام بولي او وايي، هغه کسان چې د افغانستان د ستونزې حل لاره یوازې جګړه ګڼي او خلک جګړې ته هڅوي باید له خپلو اولادونو سره د جګړې لومړۍ کرښې ته ولاړ شي.

د طالبانو د مخالفو مشرانو انلاین غونډې ته د بلخ پخواني والي عطا محمد نور په خپله وینا کې پر هغو کسانو سختې نیوکې وکړې، چې جګړه د افغانستان لپاره حل لاره ګڼي.

نوموړی وايي:«هغه کسان چې خلک جګړې ته هڅوي، باید له خپلو اولادونو سره د جګړې کرښې ته ولاړ شي.»

نوموړی وايي، کله، چې د مذاکراتو لپاره ټولې دروازې بندې شي او د ستونزې د سوله ییز حل لپاره هیڅ لاره پاتې نه شي بیا د جګړې انتخاب یقیني او غیر منتفي دی.

نور وویل، « یوشمېر درباري او د «قبیلې» خدمتکار روشنفکران چې پر جګړه ټینګار کوي، د جګړې امر کوي چې د افغانستان لپاره حل لاره یوازې جګړه ده، خلک باید جګړه وکړي‌ او پاڅون وکړي، ولې یوازې د بېوزله خلکو اولادونه قرباني ورکړي او وجنګیږي.»

نور وايي، سیاسي اجماع د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره لومړی ګام دی.

د طالبانو د مخالفو مشرانو په دې انلاین غونډه کې د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا غړي یونس قانوني وویل چې ۲۰۵ کال په افغانستان کې د یو لوی بدلون کال دی او هغه وسله واله ډله چې د یوې معاملې په ترڅ کې واک ته رسیدلې، نن یې د زوال نښې ښکاري.

قانوني د سیاسي پروسې له لارې په افغانستان کې د یوه بدلون وړاندوینه کوي او وايي، هغه غوټه چې د سیاسي پروسې له لارې په لاس خلاصيږي، غاښ ته پکې اړتیا پېښه نه شي.

د طالبانو د مخالفو مشرانو دغه غونډه د مقاومت جبهې د یوه قوماندان خیر محمد خیرخواه د تلین په مناسبت جوړه شوې وه.