په امریکا کې یوه افغان موټرچلوونکي پر یوې امریکایۍ ښځې جنسي تېری کړی

د امریکا د اوکلاهوما ایالات پولیسو ویلي، یو افغان موټر چلوونکي یوې ښځې ته چې د ښار په مرکزي برخه کې یوازې روانه وه، نږدې شو او څو ځله یې ورته کور ته د رسولو وړاندیز کړی.

پولیسو ویلي، لومړی هغې د یاد افغان وړاندیز رد کړی، خو بیا یې د هغه له خوا کور ته رسولو وړاندیز منلی، چې وروسته پرې جنسي تېری شوی دی.

د اوکلاهوما ایالت ټلسا ښار پولیس زیاتوي، چې دا سړی نور افغان نومېږي او پېښه په اکټوبر میاشت کې رامنځته شوې ده.

نور افغان دا ښځه کور ته نه ده رسولې او تر یوه پُل لاندې بېولې ده.

ښځې پولیسو ته ویلي، چې په موټر کې بې‌هوښه شوې او کله چې په هوښ راغلې، نور افغان پرې جنسي تېری کاوه.

له دې وروسته ښځې پولیسو ته راپور ورکړ او پولیسو خپلې پلتنې پیل کړې دي.

د ټلسا پولیسو د فېبرورۍ په ۲۵مه پر فېسبوک لیکلي، چې نور افغان اوس د لومړۍ درجې جنسي تېري په تور محاکمه کېږي.

په ورته وخت کې، د جنسي تېري او تاوتریخوالي پېښې د ټولنیزو او قانوني ادارو له‌خوا جدي څېړل کېږي، په ځانګړي ډول که مجرم د کډوالو له ډلې وي.

دا ډول پېښې د هغو زرګونو افغان کډوالو پر وضعیت هم اغېزه کوي، چې د ښه ژوند او کار لپاره امریکا ته تللي دي.

دغه پېښه ښایي د قانوني سېسټم له لوري د سختو اقداماتو لامل شي او همداراز کولای شي چې د افغان کډوالو پر ټولییز انځور منفي اغېزې ولري.