یوه فډرالي قاضي د ټرمپ د هغه فرمان د لغوې حکم ورکړ چې د پناه غوښتونکو منل یې ځنډولي
یوه فډرالي قاضي د سې شنبه په ورځ د ټرمپ د هغه اجراییوي فرمان د لغوه کولو امر وکړ، چې امریکا ته د پناه غوښتونکو د ورتګ د ځنډولو په اړه یې صادر کړی و.
دا پرېکړه د سیاتل ولسوالۍ قاضي تر هغه وروسته وکړه، چې د کډوالو د ملاتړ درېیو خیریه ډلو د ټرمپ د یاد فرمان په اړه شکایت وکړ.
د افغان او یو د ډلې مشر شان وانډایور چې امریکا ته د افغان کډوالو د استولو لپاره لابي کوي، دغه حکم یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.
هغه وویل: «دا لاهم روښانه نهده، چې ایا د ټرمپ اداره به د قاضي امر سره موافقت وکړي او که نه.»
هغه مخکې ویلي و، چې د کډوالو د منلو د پروګرام د ځنډولو او د افغان کډوالو د اوسېدو د دفتر د لغوه کولو حکم به امریکا ته د لږ تر لږه ۲۰۰زرو افغانانو د ننوتلو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دغو پناه غوښتونکو کې ځینې یې د امریکا د پوځ د پرسونل د کورنۍ غړي دي او یا یې پخوا په افغانستان کې د امریکا له پوځ سره کار کړی دی.
قاضي جمال وایټهډ د خپل لومړني حکم صادرولو سره وویل، چې د ټرمپ اجراییوي حکم احتمال لري د ۱۹۸۰ پناغوښتونکو د قانون نقضول وي.
د ټرمپ دغه حکم د اجراییوي فرمانونو یوه برخه وه، چې هغه د سلواغې په دویمه سپینې ماڼۍ ته د ننوتلو پرمهال لاسلیک کړ.
ډېری دا حکمونه د پناه غوښتونکو د مخنیوي او د سرحدي پالیسیو په اړه تمرکز کوي.
دغه سازمانونه وایي، ټرمپ د دغې برنامې په ناڅاپي ډول ځنډولو او په متحده ایالاتو کې د مېشتو پناه غوښتونکو لپاره د تمویل بندولو سره د خپل واک له حدودو تېر شوی.
یادونو سازمانونو په خپل شکایت کې ویلي، چې د بودیجې بندښت دوی د بنسټیزو لګښتونو لکه د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې او پناه غوښتونکو ته د خدمتونو د دوام په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرې په لومړۍ ورځ د افغان کډوالو او نورو هېوادونو د مېشتېدو پروګرام د ۹۰ورځو لپاره وځنډاوه.
هغه په خپل حکم کې ویلي، چې د پناه غوښتونکو د منلو پروسه باید وڅېړل شي تر څو په ښه بڼه د امریکا په ټولنه کې ادغام شي او د مالیه ورکوونکو پیسې باید ضایع نه شي.
په ورته وخت کې د هغه مرستیال وویل: «باید ډاد ترلاسه شي، چې پناه غوښتونکي له امنیتي اړخه په سمه توګه بررسي شوي دي.»