د الوتنو بیا پیل؛ جرمني له اسلام اباد نه ۱۵۵ افغانان برلېن ته ولېږدول
د جرمني حکومت، چې د ټاکنیزو منډو ترړو په اوج کې یې د افغان کډوالو دوه الوتنې لغو کړي وې، نن په یوه چارټر الوتکه کې۱۵۵ افغانان له اسلام اباد نه برلین ته را لیږدولي دي. د افغان کډوالو بل پرواز به د مارچ په لومړیو کې له پاکستان نه جرمني ته ورسېږي.
د جرمني ویلټ ورځپاڼه د حکومتي سرچینو له قوله وايي،چې دغه الوتکه د سې شنبې پر سهار ۱۰:۱۵ د برلین په هوایي ډګر کې کښېناستلې ده.
دې الوتکې په دوبۍ کې توقف کړی و، ځکه له پاکستان نه جرمني ته مستقیمې الوتنې نشته.
د بیلډ ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغان کډوالو بله الوتنه به د مارچ په لومړیو کې له پاکستان نه جرمني ته ورسېږي.
په الوتکه کې د هغو افغانانو تر څنګ، چې پناه غوښتونکي دي، هغه کسان هم شامل دي چې د جرمني لپاره یې په افغانستان کې کار کړی و او د « محلي همکارانو» په نوم یادېږي.
د جرمني د محافظهکار مسیحي ډیموکراټ اتحاد یوه اجرایوي مشر تورسټن فري ویلي: « ددې پر ځای چې افغانان بېرته واستوو، حکومت لا نور کډوال راولي».
په جرمني کې د چړو له څو بریدونو وروسته د افغان کډوالو پر راتګ سیاسي بحثونو شدت اخیستی.
د جرمني په ټاکنو کې د کډوالو مساله تر ټولو حساسه او رایه ګټونکې موضوع وه. د بریالي شوي ګوند نوماند فریدریښ مېرڅ ویلي، چې دی به د افغان کډوالو د انتقال پروګرام ودروي.