امرالله صالح: هېڅکله په طالبانو باور مه کوئ، ډېر تاوان لري

د زرغون بهیر مشر او د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې د طالبانو حکومت به هېڅکله په مشروع حکومت بدل نه شي او تر نسکورېدو پورې به د ملیشو په توګه پاتې شي.
نوموړي په خپل اېکس کې ځیني هغه موارد لیکلي، چې د نوموړي په وینا د طالبانو په حکومت کې به هېڅکله ترسره نه شي.
صالح وایي: «هېڅکله په طالبانو باور مه کوئ، ډېر تاوان لري.»
نوموړي دغه راز ټاپي پروژې او مس عینک کان کېندنې ته په اشارې سره ویلي، چې د طالبانو د حکومتولۍ پر وخت به نه د ټاپي پروژه بشپړه شي او نه به هم د مس عینک د واقعي کېندنې چارې پیل شي.
د زرغون بهیر مشر او د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال وایي: «ترڅو چې طالبان د حرص او ځان غوښتنې په لټه کې ځانونه حکومت ګڼي، د مس عینک کېندنې چارې به پیل نه شي او هغو کسانو چې د مس عینک هوکړه لیک لوستی او د نړۍوال بازار په مفهوم پوهېږي دغه «هېڅکله» دوی تاییدوي.»
نوموړی دغه راز زیاتوي: «د افغانستان له مشروع نظام پرته به د ټاپي پروژه هېڅکله بشپړه نه شي، ان په واقعي توګه به پیل هم نه شي.»
امرالله صالح دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې طالبانو څه باندې درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د ټاپي پروژې پرانیسته کړې وه.
طالب چارواکي ادعا کوي، چې په هېواد کې د ټاپي پروژې چارې په عملي ډول روانې دي.
دغه پروژه په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د مشرانو له لوري د ترکمنستان په مرو ښار کې او وروسته ۱۳۹۶ کال کې د یادو هېوادونو د چارواکو له لوري د افغانستان په هرات ولایت کې پرانېستل شوه.
خو یاده پروژه د څووم ځل لپاره د روان کال د وږې میاشتې په ۲۱مه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په شتون کې د ترکمنستان د «ملي رهبر قربانعلي بدي محمدوف» له لوري پرانېستل شوه.
د دغې نل لیکې په وسیله د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې د سوېلي اسیا هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او هند ته لېږدول کیږي.
د تېر حکومت پر مهال په افغانستان کې د یادې پروژې چارې د طالبانو د جګړو او بریدونو له امله ځنډول شوې وې.
بلخوا، په لوګر ولایت کې د مس عینک کان تړون په ۲۰۰۸ کال کې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د «اېم سي سي» په نوم له یوې چینایي کمپنۍ سره لاسلیک شو.
ټاکل شوې وه، چې دغه چينایي کمپنۍ به پر دغه لوی کان شاوخوا درې ميلیارد ډالره پانګونه وکړي، خو د بېلابيلو تخنيکي او امنیتي ستونزو له امله د کان کېندنې او استخراج چارې وځنډېدلې.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې پر ګڼو کانونو چارې پيل کړې او په همدې ترڅ کې څو ځله د مس عینک کان قرارداد ګټونکې چینایي کمپنۍ له طالبانو سره ليدنې تر سره کړې.
ظاهرا دغه چينایی شرکت ټينګار کوي، چې په سيمه کې د تاريخي اثارو له خوندي اېستلو وروسته د پروژې عملي چارې پیلوي، خو په دې پروژه کې ځنډ د کان د استخراج په تړاو ژمنې تر سیوري لاندې راوستې دي.
د روان کال د زمري پر درېیمه نېټه اېم سي سي چينایي کمپنۍ له يوې نيمې لسيزې ځنډ وروسته په لوګر کې د دغه کان په لومړنيو کارونو کې کان ته د تلونکي سړک د جوړولو چارې پيل کړې.
طالبانو د عینک کان د لومړنيو چارو د پيل په مراسمو کې ټينګار کړی و، چې د کان چارې به د افغانستان د ګټو او چینايي شرکت له پخوانيو ژمنو سره سمې پر مخ ځي.
د زرغون بهیر مشر او د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وایي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان اقتصاد هېڅکله سم نه شي.
د نوموړي په خبره، د افغانستان د اقتصاد پرمختګ د افغانستان له مشروعیت، ځواب ویونکي حکومت، د قانون حاکمیت او د لیکل شویو مقرراتو پورې تړاو لري، چې طالبان له یادو برخو څخه یو یې هم نه لري.
امرالله صالح د طالبانو د مشر ملا هبت الله پر سیاستونو هم نیوکه کوي او وایي، چې نوموړی به هېڅکله د ښځو ضد، د تمدن ضد او پر صلاحیتونو د تمرکز له بحث څخه تېر نه شي.
نوموړی وایي، چې د طالبانو د احکام او قوانینو یوه برخه هېڅکله نه پلي کېږي، بلکې د ملت د رشخند وړ هم وګرځي.
د یادولو ده، چې د طالبانو حکومتولي او سیاست تر ډېر په کور دننه او بهر کې له پراخو نیوکو سره مخ ده، خو یادې ډلې هېڅ کله د خپلو سیاستونو د بدلولو هڅه نه ده کړې.