کاظمي قمي د دوحې په کاري ډله کې د ښځو او مدني ټولنې له شتون سره مخالف دی
د ایران ځانګړي استازي له نشه یي موادو سره دمبارزې په کاري ډله کې د ښځو او مدني ټولنې د استازو له شتون سره مخالفت وکړ . کاظمي قمي د افغانستان د سیاسي او مدني بنسټونو د پراخ ګډون لپاره د غربي هېوادونو د غوښتنې په ځواب کې وویل، له نشه یې توکو سره مبارزه باید سیاسي نه شي.
حسن کاظمي قمي له ایسنا خبری اژانس سره په مرکه کې ټینګار وکړ، چې تخنیکي او تخصصي مسایل باید له سیاسي مسایلو جلا شي او باید اجازه ورنه کړل شي چې له نشه یي توکو سره د مبارزې موضوع د سیاسي فشار یوه وسیله وګرځي.
د دغه رپوټ له مخې هغه دغه څرګندونې د لويديځ د ځينو استازو په تېره بيا د امريکا او اروپايي ټولنې د هغو نيوکو په ځواب کې وکړې چې په دغو غونډو کې يې د افغانستان د سياسي او مدني بنسټونو د پراخ ګډون پر اړتيا ټينګار وکړ.
حسن کاظمي قمي د روسيې د استازي له قوله وويل چې د لويديځ له خوا د تخنيكي مسايلو د سياسي کولو له هڅې سره سخت مخالفت كوي او خبردارى يې وركړ چې كه دا لړۍ همداسې دوام وكړي، نو مسکو به په راتلونكو خبرو اترو كې ګډون ونه كړي.
هغه زیاته کړه چې روسیې ټینګار کړی چې امریکا ته به اجازه ورنه کړي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډله د خپلو سیاسي موخو لپاره وکاروي او استدلال یې وکړ چې دا یو تخنیکي او تخصصي کاري ډله ده او باید سیاسي نه شي.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې لومړنۍ غونډه چې د دوحې د پروسې یوه برخه ده، د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ۸ مه په انلاین ډول جوړه شوه.
یوناما اعلان وکړ، چې دغه کاري ډله له طالبانو سره د همغږو اړیکو بنسټ جوړوي.
تر اوسه معلومه نه ده چې په دې کاري ډله کې ښځې، افغان مدني ټولنې او د طالبانو مخالفين شتون لري او که نه.
د دوحې دریمه ناسته د جون په ۳۰ او د جولای په لومړۍ (د جنګاښ په ۱۰ او ۱۱) د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شوه.
د دوحې په دریمه ناسته کې د طالبانو استازو ته بلنه ورکړل شوې وه، خو په دې ناسته کې ښځې، مدني ټولنې او د طالبانو سیاسي مخالفینو ګډون نه درلود.
ایراني رسنیو مخکې ویلي وو چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسن کاظمي قمي د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي له دندې ګوښه کړی دی.
د راپورونو له مخې، علی رضا بیکدلي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د استازي په توګه ټاکل شوی او ډېر ژر به خپله دنده پیل کړي.