خلیل الرحمن حقاني: د کډوالۍ نړۍوال سازمان دې د کډوالو بنسټیزو ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د کډوالۍ نړۍوال سازمان څخه غوښتي، چې د کډوالو په برخه کې خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي او د بېړنیو مرستو پرځای دې د کډوالو بنسټیزو ستونزو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د کډوالۍ نړۍوال سازمان له نوې مشرې مي هيونګ پارک سره په کتنه کې کړې دي.
هغه ویلي، چې کډوال په لوړ شمېر کې هېواد ته راستنېږي او سرپناه، ښوونې، روغتیايي خدمتونو او اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.
له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې ناسته کې د راستنېدونکو ستونزو د هوارولو، د بشري مرستو په څرنګوالي، د ژمنیو مرستو په چټکتیا او د دواړو لوریو ترمنځ د همغږۍ په زیاتوالي خبرې اترې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې د افغاستان لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشرې بیا په دغې کتنه کې ويلي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکارۍ پرته یې فعالیتونه ناشوني دي.
نوموړې ډاډ ورکړی، چې د خپلو فعالیتونو د لا ښه والي او اغېزمنتوب لپاره به هڅه وکړي.
له بل پلوه له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ لا هم روانه ده.
په مشهد کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د استازي دفتر مشر تازه ویلي، چې په ایران کې له دوو څخه تر دوه نیم مېلیونو پورې افغان کډوال د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوي.
احمد معصومیفر ویلي، چې دغه کډوال به د روان کال تر پایه له ایرانه واېستل شي.
له بل پلوه د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام اباد کې د وروستيو سیاسي ناکراریو او نا امنيو په اړه یوه خبري کنفرانس کې ويلي، چې د ډیسمبر مياشتې ترپايه باید هغه افغانان چې په اسلام اباد کې اوسېږي؛ د اوسېدو اجازه دې تر لاسه کړي او له هغې پرته به له دغه ښاره واېستل شي.
په ټوله کې شنونکي وایي، چې د طالبانو حکومت د کډوالو د ستونزو په هواري کې پاتې راغلی، دغه ډله نه د هغو کډوالو ستونزې هوارولای شي چې بېرته افغانستان ته ستانه شوي او نه هم د هغو کډوالو د حقونو پوښتنه کولای شي چې لا په نورو هېوادونو په تېره بیا په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت دي.