په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۳۸ تنه فلسطینیان وژل شوي دي

پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۳۸ تنه فلسطینیان وژل شوي دي. له بل پلوه د غزې د روغتیا ادارې ویلي، چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د غزې روغتون د سون توکو د کمښت له امله وتړل شي.

هاخوا بیا د لبنان په بعلبک سیمه کې د اسراییل په برید کې ۴۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
اسراییلي ځواکونو تېره ورځ هم د لبنان پر سویل او د پلازمینې بیروت په څنډو بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې لږ تر لږه پنځه ډاکټران ووژل شول.
د لبنان په سویل کې د دغو ځواکونو او د حزب الله د وسله‌والو ترمنځ د ځمکنۍ نښتې راپور هم ورکړل شوی دی.
د دې تر څنګ حزب الله هم د اسراییل د دغو بریدونو په غچ توغندیز بریدونه کړي، چې په پایله کې یې یو اسراییلي سرتېری وژل شوی دی.
د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۴۴ زرو اوښتی چې زیات شمېر يې ماشومان او ښځې دي.