‏محمدحنیف اتمر د بغلان د پېښې په اړه د نړۍوالې ټولنې د بې پرې څېړنې غوښتنه کړې

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وایي، د بغلان ولایت په یوه زیارت کې د بې ګناه خلکو وژل هېښوونکې پېښه ده.

نوموړي د دغې پېښې په غندنې سره پر اېکس پاڼه لیکلي: «د رسېدلیو راپورونو له مخې، د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې د ناپېژاندو وسله‌والو په وحشیانه برید کې چې له امله یې یوشمېر بې ګناه هېوادوال وژل شوي؛ هېښوونکې او د غندنې وړ پېښه ده.»
هغه په خپلې لیکنه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د دغې پېښې د نړۍوالې بې پرې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
‏هغه زیاته کړې، دغې پېښې یوځلې بیا د جنایتکاره دوښمن ‏نیت او د امنیت په ټینګښت کې د اوسنيو تپل شويو واکمنانو بې وسي په ډاګه کړه.
له بل پلوه په بغلان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ منلې، چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د «سید پادشاه اغا» پر زیارت د وسله‌والو په برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه برید په تړاو څو شکمن کسان نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.
تر دې وړاندې سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی و، چې ناپېژاندو وسله‌والو وړمه شپه ۱۱ کسان د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې په ډزو وژلي دي.
د سرچینو په وینا، دغه کسان د نهرین په شهر کهنه کې د سیدپادشاه په زیارت کې چې «په ذکر بوخت وو، وژل شوي دي.»