طالبانو په پنجشېر کې له ځوانانو «له لوېدیځ سره د فکري جګړې» ازموینه واخیسته
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پنجشیر ولایت د ځوانانو لپاره «له لوېدیځ سره د فکري جګړې» د ازموینې خبر ورکړی.
د پنجشیر د اطلاعات او فرهنګ مشر نصر الله ملک زاده ویلي:« فکري جګړه له پوځي جګړې ډېره خطرناکه ده.»
د طالبانو د اطلاعات او فرهنگ وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۲۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغې ازموینه کې ۷۰۰ ځوانانو برخه اخیستې وه.
نصرالله ملکزاده د دغې ازموینې د موخې په اړه وویل:« لوېدیځوالو د مسلمانو ځوانانو فکرونه بې لارې کړي دي.»
د دغه طالب چارواکي په وینا، لوېدیځوالو «د زهرجن فرهنګ له لارې الحادي فرهنګ ته بې دیني د ځوانانو په منځ کې خپره کړې او په دې توګه غواړي ځوانان له اسلامي مفاهیمو څخه لرې کړي.»
په پنجشېر کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنگ مشر د دغه ولایت له ځوانانو غوښتي، چې د «بې دینه پوچو افکارو په له منځه وړلو کې هڅه او هاند وکړي.»
په پنجشېر کې د لوړو زدهکړو د ادارې مشر مصطفی ابوسعید هم د دغې ازموینې په پای کې وویل: «باید یوه شېبه هم د لوېدیځ د پروګرامونو پر ضد ارامه پاتې نه شو.»
په پنجشېر کې د ځوانانو د برخې مشر عبدالمطلب امیري د طالبانو تر واک لاندې راډیو - ټلویزیون ته ویلي، چې د دغې ازموینې موخه «ذهنیت جوړونه» ده.
د نوموړي په خبره ځوانانو ته په کار ده، چې د دوښمن د موخو پر ضد د خلکو ذهنونه روښانه کړي.
پنجشیر د طالبانو پر ضد د مقاومت ټاټوبی دی، د مقاومت جبهه د احمد مسعود په مشرۍ د ۲۰۲۱ کال (د اګسټ په ۱۵مه) په پنجشېر کې رامنځته شوه او لا هم د طالبانو پر ضد جګړه کوي.
طالبانو په تېرو درېیو کالو کې د پنجشیر او ځینو نورو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د دغې جبهې سره د تړاو په تور نیولي، بندیان کړي او وژلي هم دي.