طالبان وایي، په فراه ولایت کې یې یو کس له ۷کلن کورني بند څخه خوشې کړی دی
طالبان وایي، چې په فراه ولایت کې د دغې ډلې د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست یې یو کس له ۷کلن کورني بند څخه خلاص کړی دی.
په دې اړه د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په خپور شوي راپور کې د دغې ډلې د امر بالمعروف ریاست د مشر له قوله لیکلي، چې دغه خوشې شوی کس یار محمد نومېږي او هغه د خپل زوی “خدای رحم” له لوري د کورني تاوتریخوالي له کبله په کور کې بندي ساتل شوی و.
يار محمد د فراه ولايت د پشترود ولسوالۍ د ګجګين کلي اوسېدونکی دی.
په فراه ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مشر عبدالمجید صميم باختر اژانس ته ویلي، چې یار محمد د فراه ښار په يزدې کلي کې له اوو کلونو راهیسې په کورني بند کې و.
د نوموړي په وینا، يار محمد له سختو روحي حالاتو سره مخ شوی چې د درملنې لپاره یې د فراه ولايتي روغتون ته لېږدولی.
هغه زیانه کړې، چې دغه ډول کړنې له اسلامي او انساني اصولو سره په ټکر کې دي او د ورته کړنو څخه دې ډډه وشي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې وخت ناوخت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کورني بند څخه د ځینو کسانو د خلاصون راپوذونه ورکړي دي؛ خو په دغو سیمو کې خپلواکو سرچېنو تر اوسه د دغو خبرونو پخلی نه دی کړی او سیمهییزې رسنۍ هم نه شي کولای د طالبانو لهخوا د لګول شویو بندیزونو له امله پر دغو موضوعګانو بې پرې راپورونه خپاره کړي؛ خو یوازې د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس او ملي ټلویزیون وخت نا وخته دغسې راپورونه خپروي.