‏ایراني رسنۍ: په ایران کې ۱۰۰۰ تنه افغان بندیان افغانستان ته ستنول کېږي

د ایران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران په زندانونو کې ۱۰۰۰ تنه افغان بندیان افغانستان ته ستنول کېږي.

دغه اژانس د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړۍوالې برخې د مرستیال له قوله په اېکس پاڼه کاږلي، چې ډېری دغه بندیان د نشه‌یي توکو پر اړوندو جرمونو بندیان شوي دي.
هغه زیاته کړې، له دغې ډلې ځیني کسان په داسې جرمونو تورن وو چې د خپلې سزا ډېره برخه یې تېره کړې؛ خو د بند د پاتې مودې د تېرولو لپاره به خپل هېواد ته ستانه کړای شي.
په دې تړاو طالبانو لا له وړاندې ویلي و، له ایراني چارواکو سره یې هوکړه کړې چې یو شمېر افغان بندیان دې افغانستان ته ستانه کړي چې د بند پاتې موده په خپل هېواد کې تېره کړي.
د راپورونو له مخې روان لمریز کال په ایران کې د افغان وګړو د اعدام سزا کچه هم تر پخوا لوړه شوې او هره پلا چې د ایراني محکمو له لوري د اعدام شویو کسانو نوملړ خپرېږي؛ نو د افغانانو نومونه هم په کې لیدل کېږي.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي و، چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي، چې ورسره د ګڼو نړۍوالو بنسټونو او د بشري حقونو د ادارو غبرګونونه هم ورسره مله وو.