په راتلونکو ۳۰ کلونو کې به ایران په سیمه کې د وګړو له اړخه تر ټولو زوړ هېواد وي
د ایران د روغتیا وزارت مرستیال علي رضا رییسي وایي، چې راتلونکو ۳۰ کلونو کې به ایران د وګړو له اړخه تر ټولو زوړ هېواد وي.
ښاغلي علي رضا د سې شنبه په ورځ (د لړم ۲۲مه) د ایران د روغتیا له وزیر سره په کتنه کې وویل، چې په اتیایمه لسیزه کې له ۱۰میلیونه میندو څخه ۲میلیونه ماشومان چې د زېږون په عمر کې وو زیږیدل، خو اوس ۲۳ میلیونه ښځې د زېږون عمر لري، خو هر کال له ۱.۵میلیون څخه لږ ماشومان زېږوي.
هغه زیاته کړه، چې په دېرشو کلونو کې به له هرو درېیو ایرانیانو څخه یو یې زړېږي او په ۷۰ کلونو کې به د ایران نفوس له ۵۰ میلیونو څخه کم وي.
د ایران د عامې روغتیا وزارت مرستیال وویل: «د نفوس د زیاتوالي لپاره د دوو باورونو لرل ډېر اړین دي. یو دا چې د نفوسو کمښت د ایران لپاره یو ګواښ دی او دویم باور دا چې ملي هوډ او علمي کار کولای شي دا ستونزه هواره کړي.»