نتنیاهو وایي پر اسراییل د خامنه یي رژیم برید ۲،۳ میلیارده ډالره لګښت درلود
د اسراییل لومړي وزیر د ایران خلکو ته په یوه پیغام کې وویل، چې پر اسراییل د خامنه یي رژیم برید ۲،۳ میلیارده ډالره لګښت درلود.
بنیامین نتنیاهو د سې شنبه په ماښام د ایران خلکو ته په یوه پیغام کې وویل: «په وروستي ځل چې مو خبرې وکړې، هغه وخت و چې د خامنه یي ریژیم زما د هېواد پر لور سلګونه بالسټیک توغندي توغولي و. زه په دې فکر کې یم چې ایا هغه تاسو ته د دغو توغندیز برید د لګښت په اړه ویلي؟ لګښت یې ۲،۳ میلیارده ډالره دی. ۲،۳ میلیارده ډالر ستاسو هغه ګرانه پانګه وه چې دوی په بې ځایه بریدونو کې ضایع کړه.»
نتنیاهو زیاته کړه: "دغه لګښت کولی شول چې ستاسو د ټرانسپورټ بودیجه په میلیاردونه ډالر زیات کړي. دغه لګښت ستاسو د پوځ په تعلیمي بودیجه کې په میلیادونو ډالر زیاتوالی راوستلی شو. مګر پرځای یې، خامنه یې د رژیم وحشت ښکاره کړ او نړۍ یې ستاسو د هېواد پر خلاف وګرځوله. هغه ستاسو پیسې غلا کړې. غواړم تصور یې کړئ، یوازې تصور یې کړئ، که ایران ازاد وای، ژوند به مو څه ډول وو؟»
هغه د ایران خلکو ته په خپل پیغام کې دا هم وویل، چې د خامنه یي ریژیم د اسراییل په پرتله د ایران له خلکو ډېره وېره لري.
هغه پر اسراییل باندې د ایران د یوه بل برید په وړاندې خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې دا ډول برید به د ایران اقتصاد ته ډېر زیان ورسوي. نتنیاهو وویل، چې د داسې برید په صورت کې به خامنه یي «ستاسو نور میلیاردونه ډالره لوټ کړي.»
نتنیاهو وویل: زه پوهیږم چې ستاسو څخه ډېری دا جګړه نه غواړي. زه هم دا جګړه نه غواړم. د اسراییل خلک دا جګړه نه غواړي، خو یو ځواک موجود دی چې ستاسو کورنۍ له لوی خطر سره مخ کوي هغه د تهران ډیکتاتوران دی. بس.»
همدا راز د اسراییل لومړي وزیر ټینګار وکړ: «ښه خبره دا ده چې هره ورځ دا ریژیم کمزوری کېږي. اسراییل هره ورځ پیاوړی کېږي. نړۍ یوازې زموږ د ځواک یوه کوچنۍ برخه لیدلې.»