د اسلامي هېوادونو مشرانو په ریاض کې د سیمه ییزو جګړو د پراخېدو خبرداری ورکړ
د اسلامي هېوادونو مشرانو په سعودي عربستان کې د یوې بیړنۍ ناستې په ترڅ کې پر غزه او لبنان د اسراییل بریدونه وغندل او د دې بریدونو د درولو لپاره یې د نړۍوالو اقداماتو غوښتنه وکړه.
دوی په یوې علامیې کې، په غزه او لبنان کې نښتو ته په اشارې سره خبرداری ورکړ، چې ښایي دغه جګړې ټولې سیمې ته پراخې شي.
دا ناسته د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان په کوربهتوب او د ټولو عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو په حضور ترسره شوه.
د اسلامي هېوادونو مشرانو د دې ناستې په پای کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په فلسطین کې د اسراییل د یرغل د پایته رسېدو او دغه راز د غزې خلکو ته د غرامت د ورکړې غوښتنه وکړه.
دوی دغه راز د سوریې، عراق او ایران د حاکمیت نقض ته اشاره وکړه او د سیمې نورو برخو ته د جګړو د پراخېدو خبرداری یې ورکړ.
په اعلامیه کې د غزې د خلکو د ټولییز مجازات سیاست ته په اشارې سره ټينګار شوی، چې اسراییل له محاصرې او لوږې څخه د ملکي کسانو پروړاندې د وسلې په توګه کار اخلي.
اسلامي هېوادونو، همداراز پر اسراییل د اوربند د خبرو د ناکامۍ تور لګولی او د اسراییلي یرغمل شویو کسانو په خوشې کولو کې پر هوکړې نه کولو تورن کړی. دغو هیوادونو یو ځل بیا د ژر تر ژره اوربند او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
د اسلامي هېوادونو مشرانو اسراییل په غزه کې پر نسل وژنې تورن کړ او ویې ویل، چې د ډلهییزو قبرونو، د فلسطینیانو د یرغمل کېدو، د یرغمل شویو کسانو د وژلو، په اجباري توګه د خلکو د تري تم کېدو او د توکمیزې پاکونې په اړه یې راپورونه ترلاسه کړي دي.
دوی د امنیت له شورا څخه غوښتي، چې د دغو جنایتونو د څېړلو په اړه دې یوه نړۍواله خپلواکه کمیټه جوړه کړي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې د دغو جنایتونو عاملین به له مجازاتو و نه تښتي.
د اسلامي هېوادونو مشرانو دغه راز پر لبنان د اسراییل بریدونه او د دې هېواد د پوځيانو په نښه کول هم وغانده او د دې بریدونو په اړه یې د اسراییل د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.
اسلامي او عرب هېوادونو اسراییل ته د وسلو پر ورکولو د بندیزونو غوښتنه کړې او ټينګار يې کړی، چې په سیمه کې سوله يوازې هغه وخت ممکنه ده، چې اسراییل د فلسطین اشغال پای ته ورسوي او یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ شي.