کندهار کې طالب والیانو د وسلو د ثبت په تړاو د مولوي هبت الله د امر پر پلیتابه ټینګار کړی

په کندهار کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ويلي، چې د کندهار طالب والي ملاشيرين په مشرۍ د پنځو والیانو او نورو مسوولانو ترمنځ د وسلو د ثبت اړوند د مولوي هبت الله د امر پر ښه پلیتابه ناسته شوې. هبت الله د یوه فرمان له مخې د ټولو وسلو او پوځي مهماتو وېش په ځان پورې منحصر کړی.

څلور ورځې وړاندې (د لړم ۱۸ مه ) د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په يوه مرکه کې ومنله، چې ددې ډلې مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د وسلو او پوځي مهماتو د وېش په تړاو فرمان صادر کړی.

هبت الله په دغه فرمان کې د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د استخباراتو رییس له وسله تونونو څخه د وسلو له ایستلو او وېش بې واکه کړي دي.

په کندهار کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۱ مه) نېټه ويلي، چې د طالبانو د کندهار والي ملاشيرين، د نيمروز والي محمد قاسم خالد، د زابل والي حزب الله افغان، د هلمند والي عبدالرحمان کندوزي، د اروزګان والي عنایت الله شجاع، د کورنیو چارو وزارت د وسلو د ثبت او بايوميټريک مشر انوري او نورو مسوولانو ترمنځ د هبت الله د دغه امر د ښه پلیتابه په تړاو ناسته شوې.

مطبوعاتي دفتر ويلي: « په ناسته کي د وسلو د ثبت اړوند د مشرتابه حکم ولوستل شو او د وسلو د ثبت او تثبیت اړوند د مشرتابه د حکم او کړنلارې پر تطبیق ټینګار وشو.»

طالبانو له دې ناستې وړاندې ويلي و، چې دغه فرمان «د وسلو د ښه مدیریت او خوندیتوب» او له وسلو څخه د «ناوړه ګټې اخستنې» د مخنیوي په موخه صادر شوی .
د شنونکو په باور، له دغه فرمان نه داسې ښکاري، چې د طالبانو د مشرانو په منځ کې بې باوري ډېره شوې ده.
وړاندې داسې راپورونه وو، چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني خپلو ملاتړو ته وسلې وېشلې دي او د دې تر څنګ ګاونډیو هېوادونو ته هم د وسلو د قاچاق خبرې اورېدل کېږي.