د امریکا د ملي امنیت سلاکار: اسراییل له اوربند سره نه، بلکې حماس مخالفت کوي
د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي: «اسراییل د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو د هوکړې په وړاندې خنډ نه دی، دا حماس دی چې د اوربند مخالفت کوي.»
د نوموړي په وینا، اسراییل ویلي، چې د مشخصو یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په بدل کې د موقت اوربند لپاره چمتو دی او تر هغه وروسته هڅه کوي، چې په همدې توګه ټول یرغمل شوي کسان خوشې شي.
جیک سالیوان سي بي اس شبکې سره په خبرو کې دغه راز زیاته کړې: «د حماس له عمومي څرګندونو څخه په صرف نظر سره، هغه څه چې دا ډله وایي دا ده چې د اوس لپاره اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره هېڅ کومه لېوالتیا نه لري.»
سالیوان وایي: «هغه کار چې باید وکړو دا دی چې نور هېوادونه هم وهڅوو په حماس ډلې فشارونه زیات کړي، ترڅو دغه ډله مذاکرات وکړي او په غزه کې د اقدام لپاره هوکړه وکړي، ځکه د اسراییل دولت ویلي چې چمتو دی، څو په موقت ډول په دې برخه کې ګام پورته کړي.»