د پاکستان پوځ: شمالي وزیرستان کې ۱۰ وسله وال وژل شوي
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، په شمالي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو په دریو بېلابېلو عملیاتو کې لس ترهګر وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.
د پوځ د عامه اړیکو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کړي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر نن یکشنبه په خپره کړې خبرپاڼه کې وژل شویو وسله والو ته د «خوارج» نوم کارولی. په دې وروستیو کې دوی دغه نوم تحریک طالبان پاکستان ته کاروي.
د پاکستان پوځ وايي، وژل شوي وسله وال له سختې جګړې وروسته وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دویمه پېښه ډیورنډ کرښې ته څېرمه شوې او وسله والو غوښتل چې له کرښې واوړي.
تر اوسه پورې ټي ټي پي په دې اړه څه نه دي ویلي.
تېره اونۍ په سویلي وزیرستان کې پر پاکستان پوځ د ټي تي پي په برید کې شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي وو او پنځه نور ټپیان وو.
دغه برید داسې مهال کیږي چې تېره ورځ بلوڅ بیلتون پالو د بلوچستان په کوټه ښار کې د رېل په یوه تمځای کې د یوه ځانمرګې برید په پایله کې د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون ۲۶ تنه ووژل او شاوخوا ۵۰ نور یې ټپیان کړل.