په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۲۳ تنه فلسطینیان وژل شوي دي
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل د پرله پسې بریدونو له امله ۲۳ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.
اسراییلي پوځیانو د غزې تړانګې نصیرات او بیت لاحیه سیمې په نښه کړې چې له امله یې په لویدیځه غاړه کې دوه فلسطینیان هم ووژل شول.
په غزه کې د اسراییل د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو ټولټال شمېر ۴۳ زره ۵۰۸ تنو ته ورسېد.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې په وینا، په غزه کې د اسراییلي یرغل له امله په وژل شویو کې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.
له بلې خوا په لبنان کې د اسراييلي پوځ د بريدونو له امله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥٢ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
دغه راز ادعا شوې چې اسراييلي پوځ له لبنان څخه وېشتل شوې دوه بې پيلوټه الوتکې هم نسکورې کړې دي.
د اسراییلي پوځیانو لهخوا په نباتیه او د طیر سیمو په بریدونو کې د روغتیایي کارکونکو په ګډون درې تنه ملکیان ووژل شول.