اسراییل په دوحه کې د حماس د دفترونو د تړلو په اړه د قطر د پریکړې هرکلی کوي
یو اسراییلي چارواکي د قطر د پرېکړې په اړه د هغو راپورونو هرکلۍ وکړ، چې د حماس او اسراییل ترمنځ خپل منځګړیتوب پای ته رسوي او همدا راز په دوحه کې د حماس دفترونه تړي.
د ټایمز اسراییل د راپور له مخې، دغه چارواکي، قطر ته منسوبه پرېکړه "منطقي" وبلله او ویې ویل، چې کله چې قطر حماس وباسي، «په منځګړیتوب کې یې نوره هېڅ ګټه نه شته.»
یو امریکايي چارواکي ادعا کړې چې، امریکا قطر ته ویلي، چې په دوحه کې د حماس حضور نور د منلو نه دی.
دغه امریکایي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: «وروسته له دې چې حماس څو اونۍ مخکې د اسراییلي بندیانو د خوشې کولو بل وړاندیز رد کړ، موږ دغه موضوع قطر ته اعلان کړه.»
په همدې حال کې دغه اسراييلي چارواكي زياته كړه: «حماس يو وژونكى ترهګریز سازمان دى، چې بايد په نړۍواله كچه وځپل شي، نه دا چې په یو هېواد کې دې بیړنۍ استوګنه ولري.»
هغه دا هم وویل، چې متحده ایالات او اسراییل له څه مودې راهیسي پر قطر د حماس د ویستلو لپاره فشارونه راوړي دي.
امریکایي چارواکي ویلي، چې دوحې دا غوښتنه لس ورځې وړاندې د حماس مشرانو ته وړاندې کړې.
بل خوا، د حماس درېیو چارواکو دا خبره رد کړې، چې ګواکې قطر د حماس مشرانو ته ویلي، چې نور دوی ته په قطر کې ځای نه ورکول کیږي.